د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د التقوا لوړو زده کړو موسسې له لوري د علمي څېړنيزو مرکزونو د جوړولو او معرفي کولو عمومي طرحې د وړاندې کولو په غونډه کې ګډون وکړ.

eshaq_admin
Mon, Jun 03 2024 1:07 PM
tgdfgdf

د غونډې په پیل کې چې د مرکزي پوهنتونونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د څېړنیزو مرکزونو پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې.
هغه وویل، د هېواد د څېړنیزو پروګرامونو ارزښت او اړتیا ته په کتو، د لوړو زده کړو وزارت تېر کال په ۲۵ تحصیلي بنسټونو کې د څېړنو معاونیتونه رامنځته کړل، څو په هغو څېړنیزو پروژو کار وکړي چې زموږ هېواد ورته اړتیا لري.
ورپسې د التقوا لوړو زده کړو موسسې مسوولینو خپل وړاندیز شوې طرحه وړاندي کړه، چې د څېړنیزو مرکزونو د جوړولو څرنګوالي، اړتیاوو، ګټو او نورو موضوعاتو په اړه د غونډې د غړو له خوا پرې هر اړخیز بحثونه وشول.
د غونډې په پاى کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د یادې موسسې له مسوولينو څخه د مننې ترڅنګ له هغوى وغوښتل چې د ټولنيزو او طبيعي علومو په څانګو کې پر يوه مشخص موډل کار وکړي او په راتلونکې غونډه کې يې وړاندې کړي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS