په کابل پوهنتون کې د اسد ۲۴مه، فتحې ورځ ولمانځل شوه

naser_admin
Sat, Aug 16 2025 11:47 AM
Srthjjhhkokn

 

د فتحې ورځې د لمانځنې په پار جوړه شوې علمي ـ ثقافتي غونډه کې، چې سلګونو علماء کرامو، استادانو او محصلینو ګډون کړی و، د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وویل چې د دې ورځې د لمانځنې یوه موخه دا ده چې زموږ نوي نسلونه او ځوانان د خپلو خلکو او مجاهدینو له تاریخ، کارنامو او سرښندونو څخه خبر او د هغو پر نقش قدم ولاړ شي او همدا راز دا مېړانې، غیرت، جهاد او اسلام ژوندي پاتې شي.

محترم شیخ صاحب د اسد ۲۴مه، د فتحې ورځ د ټولو افغانانو د سرښندونو محصول وبلله او له ټولو یې وغوښتل چې د دې اعظیمي فتحې شکر ادا کړي. 

همدارنګه د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز وویل چې الحمدالله پر ټول افغانستان ا.ا او اسلام حاکم دی او اوس د دې وخت دی چې په علمي ډګر او ټکنالوژۍ کې پرمختګ وکړو. نوموړي زیاته کړه چې لوړو زده کړو وزارت د څېړنو او نورو علمي برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري. 

د یادونې وړ ده چې د غونډې په دویمه برخه کې مشاعره او تمثیلي پارچې هم وړاندې شوې. 

نټه: شنبه

۱۴۴۷هـ.ق، د صفرالمظفر ۲۲مه

۱۴۰۴هـ.ش، د زمري ۲۵مه

۲۰۲۵م، د اګېسټ ۱۶مه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS