د اعتبار ورکولو او کيفيت د تضمين د چوکاټ او د لوړو زده کړو د بنسټونو د بيا ارزونې د طريقو روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېد

baqir_admin
Sat, Oct 24 2020 11:05 AM
a

په افغانستان کې د لوړو زده کړو کیفي ارتقا په صداقت او عادلانه توګه د قانون او مقرراتو سره سم د دندو په اجرا کولوپورې تړاو لري، چې د پوهنتونونو، لوړو زده کړو دولتي او خصوصي موسسو څخه د ټاکل شوي پلاوي پر بیا کتنه به ترسره شي.

دغه مطلب د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي نن د هغه زده کړه ییز ورکشاپ د ختم په مراسمو کې څرګند کړ چې څلور ورځې وړاندې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکړې په منظور د لوړو زده کړو وزارت له خوا د تحصیلي بنسټونو د بیا کتنې په پار پیل شوی و.

په پام کې ده چې د ۴۰ تحصیلي بنسټونو د بیا کتنې دغه پلاوی به د راتلونکې شنبې په ورځ دغه لړۍ پیل کړي، په دې پروسه کې ۱۱ اصلي او۴۹ فرعي معیارونه چې تحصیلي نهادونه د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکړې د سند په اخستلو مکلفوي، پلټل کیږي.

ښاغلي بالا کرزي د ورکشاپ د ختم په مراسمو کې د بیا کتنې ډلې ته په خبرو کې د شفافیت د اصل پر رعایتولو ټینګار وکړ او ويې ویل چې د تحصیلي بنسټونو د بیا کتنې پروسه او کیفي ارتقا د موظف پلاوي په صداقت او ژمنتیا پورې تړاو لري، بالا کرزي زیاته کړه ټاکل شوی پلاوی د تصمیم نیوونکي بورډ د سترګو حیثیت لري، چې د تحصیلي بنسټونو د کیفيت د تضمین اواعتبار ورکولو چارې ترسره کوي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د بیاکتنې له پلاوي و غوښتل چې د نظر په یووالي، همغږۍ او مستندجوړولو سره د یو پرمختللي او معیاري تحصیلي نظام لپاره ایماني او هیوادنی مسئولیت ادا کړي.

هغه له یاد پلاوي غوښتنه وکړه، چې د دندې پر مهال خپل استقلالیت وساتي او په تحصیلي نهادونو کې د متناسب پرمختګ او قانوني امتیاز ورکولو هڅوونکي وي څو افغانستان په سیمه ییزه او نړیواله کچه په واقعي معنا د یو پرمختللي علمي او اکاډمیک سیستم لرونکی وي.

همدا رازپه دې اړه د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکړې رئیس پوهندوی ډاکټر محمد نعیم عظیمي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د څلویښتو تحصیلي نهادونو د بیا کتنې په پروسه کې هغه اووه بنسټونه هم شامل دي چې مخکې يې د تضمین د کیفیت او اعتبار ورکړې سندونه تر لاسه کړي دي، هغه وویل یاد تحصیلي بنسټونه د دوامداره معیارونو په پار کتل کیږي څو معلومه شي چې معیارونه د اعتبار د ورکړې له اسنادو سره مطابقت لري که نه. عظیمي وویل د ټاکل شوو معیارونو دنه بشپړیدا په صورت کې د یادو تحصیلي بنسټونو د اعتبار سندونه ځنډول کيږي.

د هغه په خبره د بیا کتنې او نظارت پروسه په دریو بیلابیلو پړاوونو کې پیلیږي چې لږ تر لږه باید په لومړي پړاو کې ۵۱ ، په دویم پړاو کې ۷۱ او په دریم پړاو کې ۸۵ نومرې باید واخلي.

د یادونې ده چې د څارنې د پلاوي ماسټر ترینرانو په دې اړه په مالیزیا هیواد کې زده کړې بشپړې کړي دي چې وروسته يې په هیواد دننه یو شمیر استادانو ته هم د تحصیلي بنسټونو د بیا کتنې زده کړې ورکړي دي.

Latest announcements

Wed, Jul 27 2022 8:38 AM
Background image

Invitation for Bids (IFB)

Invitation for Bids (IFB)

For

Procurement of Laboratory Equipment for Hydraulics, Hydrology & Water and Sewage quality testing laboratory for Kabul Polytechnic University

IFB No: MOH . . .

Thu, Jan 23 2020 6:28 AM
Background image

50 Pakistan Scholarship for Afghanistan Kankor High Score Winners

Location: Pakistan

Number of Scholarships: 50

Targeted group:High score obtainers of kankor

Deadline:january 28,2020

Ministry of Higher education of Afghanistan has announced that . . .

Back to announcements

Latest news

Wed, Nov 20 2024 3:41 PM
Background image

The Acting of Higher Education visits with the officials, lecturers and students of Anastu University, and he approves few projects there.

 

During his official visit to Kandahar province, the Acting Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Malavi Nida Mohammad Nadeem, held separate meetings with the officials,. . .

Wed, Nov 20 2024 1:48 PM
Background image

A two-day national conference titled (Strengthening Research in Academic Institutions) conducted at Afghan International Islamic University

 

During the commencement of the conference, the Deputy Minister for Academic Affairs, remarked that not only Emirate educational institutions but also private educational institutions. . .

BACK TO NEWS