د لوړو زده کړو د علمي معين پوهنمل ديپلوم انجنير عبدالتواب بالاکرزي ژوندليک

ش

پوهنمل ديپلوم انجنير عبدالتواب بالاکرزی د عبدالواحد خان زوی په ۱۳۵۶لمريز کال د کندهار ولايت، ډنډ ولسوالۍ د بالاکرز کلي په يوه دينداره او روڼ اندې کورنۍ کې زېږېدلی دی.

د ښوونځي دوره يې په کابل، لېسانس يې د کندهار پوهنتون سيول انجنيري او ماسټري يې د ټالينډ د شاهي هېواد په بنکاک ښار کې، د اسيايي تکنالوژي له انستيتيوت (Asian Institute of Technology AIT) څخه په انجنيري او د اوبو د سرچينو په مديريت کې اخيستې ده.

پوهنمل بالاکرزی له ۱۳۸۵ لمريز کال څخه را په دې خوا د کندهار پوهنتون په انجنيري او د کابل پوهنتون په ژوندانه چاپېريال پوهنځيو کې د علمي کادر په توګه دنده ترسره کړې ده او د مديريت په برخه کې د سيول انجنيري څانګې امر، د ژوندانه چاپېريال اوبو او انجنيري د څانګې امر، د انجنيري پوهنځي رييس، د شپږو کلونو او پنځو مياشتو له پاره د کندهار پوهنتون علمي مرستيال، د دريو کلونو او لس مياشتو راهيسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين او ۱۶ مياشتې يې د علمي معينيت تر څنګ د وزارت سرپرست هم پاتې شوی دی.

د تېر اکاډميک شاليد (سابقې) سربېره يې په پوهنتون کې له دندې مخکې د سيمه ييز انجنير، ولايتي ارشد انجنير او په کندهار ولايت کې يې د ښاري پروګرامونو د مسول په توګه د ملګرو ملتونو د سکان (UN Habitat) له ادارې سره دنده ترسره کړې ده.

د لوړو زده کړو د مديريت او اوبو په اړه يې څېړنې کړې دي چې په کورنيو او بهرنيو معتبرو خپرونو کې خپرې شوې دي. پوهنمل بالاکرزي، له ۸۰ په ډېرو نړيوالو غونډو کې چې د نړۍ په څلورو لويو وچو کې وې، په لوړو زده کړو وزارت کې رهبريت، د کيفيت تضمين، د درسي نصاب پراختیا او نوي کول، علمي څېړنې، د محصلينو خدمتونه، په سيمه ييزه او نړيواله کچه د پوهنتونونو، علمي مرکزونو تر منځ د اړيکو پراختیا او جوړول او د لوړو زده کړو وزارت اړوند نورو مهمو چارو کې يې فعال ګډون کړی دی. همداراز يې د داخلي وړتیاوو د لوړاوي په ډېرو پروګرامونو کې فعال ګډون کړی دی.

د ارزښت لرونکو او اغېزمنو خدمتونو له کبله د ولسمشرۍ له لوري د وزير محمد اکبر خان مډال ورکړل شو او همداراز له کورنيو او نړیوالو بېلابېلو ادارو څخه د اکادميکو مرکزونو په ګډون ستايل شوی دی چې له ۴۰ ډېر ستاينلیکونه او مننليکونه ورکړل شوي دي.

نوموړی پر پښتو او دري ژبو سربېره له انګريزي ژبې سره هم اشنا دی.

Latest announcements

Wed, Jul 27 2022 8:38 AM
Background image

Invitation for Bids (IFB)

Invitation for Bids (IFB)

For

Procurement of Laboratory Equipment for Hydraulics, Hydrology & Water and Sewage quality testing laboratory for Kabul Polytechnic University

IFB No: MOH . . .

Thu, Jan 23 2020 6:28 AM
Background image

50 Pakistan Scholarship for Afghanistan Kankor High Score Winners

Location: Pakistan

Number of Scholarships: 50

Targeted group:High score obtainers of kankor

Deadline:january 28,2020

Ministry of Higher education of Afghanistan has announced that . . .

Back to announcements