د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون کې د مارچ ۸مه د ښځو نړیواله ورځ ونمانځل شوه
په یادو مراسمو کې د پوهنتون مشرې پوهنوال لیلما شریفي یما د نړۍ ټولو ښځو په ځانګړي توګه د افغانستان ښځو ته د دې ورځ مبارکي وویله او ښځه یې د ژمنې، امانتدارۍ او مسؤلیت منلو بېلګه وبلله. هغې زیاته کړه:"نارینه او ښځینه د یو بل لباس ده نو ځکه ویلای شو چې دوی یو بل تکمیلوي."
د لوړو زده کړو وزارت د جنډر آمرې ملکه قاسمي په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځینه زدکړیالانو زیاتېدل چې شمېر یې څه دپاسه ۳۰ سلنه ته رسېږي، د ډاډ وړ وبلل او ویې ویل:"دا شمېر زموږ د سږ کال د ټاکل شوي هدف څخه لوړ دی او موږ تمه لرو چې دا به په ۱۴۰۰ لمریز کال کې ۴۰ سلنې ته ورسېږي."
نوموړې وویل چې د لوړو زده کړو ۱۳ سلنه استادانې ښځې دي او د لوړو زده کړو په وزارت کې له ۱۵ تر ۱۶ سلنه پورې ښځینه اداري کارکوونکې دي چې په وینا یې دغه شمېر د منلو وړ نه دی او باید په اداري او اکاډمیک برخو کې د ښځو جذبولو ته ډېره او جدي پاملرنه وشي.
د مراسمو ټولو ویناوالو په افغاني ټولنه کې د ښځو د دریځ او رول په اړه ویناوې وکړې او دغه مراسم د شعرونو په ویلو او د تمثیلي ټوټو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېدل.