د تاجکستان ملي پوهنتون له رییس سره ولیدل
د لوړو زده کړو وزیر په تاجکستان کې د اسیا زړه هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس په څنډه کې له خپل اوکرایني سیال، د تاجکستان ښوونې او روزنې وزیر او د تاجکستان ملي پوهنتون مشر سره وکتل.
د لوړو زده کړو وزیر چې له ولسمشر سره جمهوري تاجکستان ته سفر کړی و، په دغه سفر کې یې له خپل تاجکستاني سیال سره په علمي ـ کلتوري برخو کې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ او همدارنګه د تاجکستان ښوونې او روزنې وزیر او د تاجکستان ملي پوهنتون سره په کتنه کې یې د دواړو هېوادونو تر منځ د علمي او اکاډمیکو اړیکو د ټینګښت په اړه بحث وکړ او نظرونه یې له یو بل سره شریک کړل.
د لوړو زده کړو وزیر د تاجکستان ملي پوهنتون له حقوقو پوهنځي څخه لیدنه وکړه او د دغه پوهنځي له مشرتابه پلاوي او استادانو سره په خبرو کې یې په افغانستان کې د لوړو زده کړو د حالت، وروستیو پرمختګونو او په دغو برخو کې یې د کاري پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر په یوه بله کتنه کې د اوکراین هېواد له لوړو زده کړو وزیر سره د دوه اړخیزو همکاریو او له یو بل سره د تجربو شریکولو په ځانګړي ډول په علمي او څېړنیزه برخه کې د استادانو او زدکړیالانو لپاره د تحصیلي بورسونو په اړه خبرې وکړې.
اوکرایني اړخ په یادو برخو کې د تمایل له کبله د هېواد لوړو زده کړو وزیر ته بلنه ورکړه چې د دواړو هېوادونو د اکاډمیکو اړیکو د ټينګښت لپاره دغه هېواد ته ورشي چې د لوړو زده کړو وزیر هم ومنله.
همدارنګه دوکتور عباس بصیر د جلالتمآب ولسمشر په حضور کې په دوشنبې ښار کې د افغانستان په سفارت کې له میشت افغان محصلانو او کډوالو سره ولیدل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورید او د هواري په برخه کې یې ژمنه وکړه.
همدارنګه دوکتور عباس بصیر د دغه سفر په څنډه کې چې ولسمشر هم شتون درلود، په دوشنبې کې د افغانستان په سفارت کې له ځینو افغان زدکړیالانو او کډوالو سره وکتل او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل او ستونزو د هواري ژمنه یې ورسره وکړه.
د یادولو ده، چې اوسمهال هم په اوکراین کې یو شمېر افغان زدکړیالان د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه په زده کړو بوخت دي او د اوکراین هېواد وویل چې په تحصیلي برخه کې د لوړو زده کړو وزارت ته د نورو بورسونو ورکولو ته تیار دی.