د دفاع وزارت ۳۱۳ لومړۍ لواء څخه د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو د امنیت ساتنې لپاره په لومړي پړاو کې د ځانګړي ځواک ۱۷۰تنه مجاهدین فارغ او د محافظتي خدمت لپاره لوړو زده کرو وزارت ته وړاندې شول
۱۴۰۰کال، د مرغومې ۲مه
د دفاع وزارت ۳۱۳ لومړۍ لواء څخه د پوهنتونونوق او تحصیلي بنسټونو د امنیت ساتنې لپاره په لومړي پړاو کې د ځانګړي ځواک ۱۷۰تنه مجاهدین فارغ او د محافظتي خدمت لپاره لوړو زده کرو وزارت ته وړاندې شول.
د دغې انظباتي او امنیتي قطعې فراغت غونډه، چې په ۳۱۳ لومړۍ لواء کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت معینان، د مرکزي ادارو یو شمېر رییسانو، د دفاع وزارت مسوولینو او همدارنګه د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د دغې محافظتي قطعې په فراغت غونده کی د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو سرپرست معین دوکتور لطف الله خیرخواه د پوهنتونونو د امنیت او نظم د ښه والي په موخه د ځانګړي ځواک د روزلو له امله، له دفاع وزارت څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د علمي مرکزونو او اکاډمیک چاپېریال د نظم لپاره یوه ځانګړي محافظتي ځواک ته اړتیا وه، چې له نېکه مرغه نن یې موږ د لومړۍ قطعې د فراغت شاهدان یو.
همدارنګه د دفاع وزارت د تعلیماتو معین مولوي عبدالرحمن فارغو شویو مجاهدینو ته په خطاب کې وویل، چې تاسو به د خپل سنګر په توګه د تعلیمي مرکزونو ساتنه کوئ او د اسلامي نظام لپاره یې د پوځي او ملکي خدمتونونو د کار کوونکو کار او صادقانه فعالیت عبادت وګاڼه.
د یادولو وړ ده، چې یاد ځواک ته ۳۰ ورځې تخنیکي او مسلکي زده کړې ورکړل شوي او په راتلونکو پړاوونو کې به د هېواد ټولو تحصیلي بنسټونو د امنیت ساتنې لپاره نور کسان هم روزي.