د محصلانو چارو معینیت شورا ناسته ترسره شوه
د محصلانو چارو معینیت شورا ناسته ترسره شوه.
دغه ناسته چې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ ترسره شوه د ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مٶسسو څخه وغوښتل شول، چې د دوو اونیو په لړ کې د زده کړیالانو د تېرو کلونو د پاتې سمسترونو پایلې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رياست ته وسپاري.
ښاغلي روحاني وویل " ټول خصوصي پوهنتونه مکلف دي چې د تېرو کلونو پاتې سمسترونو پایلې د ١٤٠٠کال بهاري سمستر په شمول ، د لوړو زده کړو وزارت اړوند رياست ته تسلیم کړي.
نوموړي د دولتي پوهنتونونو څخه هم غوښتنه وکړه چې، د تېرو کلونو دمحصلانو داساس کتابونه او نتایج کوم چې په وزارت کې یې خلا لېدل کېږي ژر تر ژره وسپاري.
ښاغلي روحاني په ټولو هغو لغوو شویو خصوصي پوهنتونو کوم چې په تېر حکومت کې لغوه شوي دي، هم په جدي توګه غږ وکړ، چې د یوې اونۍ په اوږدو کې د زده کړیالانو اړوند خپل ټول نتایج د لوړو زده کړو وزارت اړوند رياست ته تسلیم او وسپاري.
او همدارنګه هغه موضوعات چې د معينيت شورا له خوا ورته اجنډا برابره شوې وه د اجنډا مطابق ورباندې بحثونه او خبرې وشوې او لازم تصاميم ونېول شول.