د لوړو زده کړو وزارت لېږل شوي پلاوي په کندهار کې له یو لړ پراختیایي پروژو څخه لیدنه وکړه.
۱۴۰۰کال، د مرغومې ۲۹مه
د لوړو زده کړو وزارت لېږل شوي پلاوي په کندهار کې له یو لړ پراختیایي پروژو څخه لیدنه وکړه.
کندهار ولایت ته د لوړو زده کړو وزارت له دغه پلاوي سره، د یاد وزارت د تدارکاتو رییس قاضي عبدالنصیر ملازوی، د اداري او زېر بنا رییس قاضي عبدالعزیز عزیزي، د وزارت او کابل پولي تخنیک پوهنتون د انجنیري او تخنیکي ټیم مسوولینو هم ملتیا کوله.
نوموړي پلاوي په کندهار پوهنتون کې د څېړنو له مرکز، د طب پوهنځي لیلیې، په عینو مېنه کې د انجنیري تدریسي تعمیر او له ښځینه لیلیې څخه د لیدنې ترڅنګ، د نوموړي پوهنتون له مسوولانو سره هم وکتل.
په دغه کتنه کې یاد مسوولان کندهار ولایت ته د لوړو زده کړو وزارت پلاوي له سفر څخه مننه وکړه او خپل یو لړ وړاندیزونه، غوښتنې او ستونزې له هغوۍ سره شریکې کړې.
دغه راز نوموړي پلاوي د کندهار ولایت له مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک سره په دغه ولایت کې د زده کړو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په اړه بحث وکړ، چې د مرستیال والي له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو.