د کابل مرکزي او د مرکزي زون د پوهنتونونو د کادري بستونو لپاره د نوملیکنې او ازموینې په اړه د وضاحت خبرتیا

Akmal_admin
ھ

د کابل مرکزي او د مرکزي زون د پوهنتونونو د کادري بستونو لپاره د نوملیکنې او ازموینې په اړه د وضاحت خبرتیا!
ـ د کابل مرکزي (کابل پوهنتون، کابل طبي پوهنتون، کابل پولي تخنیک پوهنتون او کابل ښوونې او روزنې پوهنتون) اړوند ټولو پوهنځیو د علمي کادري بستونو لپاره نوملیکنه او ازموینه به اړوندو پوهنتونونو کې ترسره کېږي. 
ـ د البیروني، پروان او بامیان پوهنتونونو او همدارنګه د پنجشیر او وردګ لوړو زده کړو موسسو د ښوونې او روزنې اړوند خالي کادري بستونو نوملیکنه او ازموینه د کابل په ښوونې او روزنې پوهنتون کې تر سره کېږي. 
ـ د البیروني پوهنتون د طب پوهنځی د خالي کادري بستونو لپاره نوملیکنه او ازموینه په کابل طبي پوهنتون کې تر سره کېږي. 
ـ د البیروني، پروان، بامیان پوهنتونونو او د پنجشیر لوړو زده کړو موسسې د انجنیري پوهنځی د خالي کادري بستونو لپاره نوملیکنه او ازموینه په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې ترسره کېږي. 
ـ د البیروني، پروان او بامیان پوهنتونونو او همدارنګه د پنجشیر او وردګ لوړو زده کړو موسسو له یادو ذکر شوو پوهنځیو پرته د نورو پوهنځيو لپاره د خالي کادري بستونو لپاره نوملیکنه او ازموینه په کابل پوهنتون کې ترسره کېږي. 
د یادولو وړه ده چې د یادو خالي کادري بستونو لپاره نوملیکنه روانه ده او د ۱۴۰۰/۱۲/۵ نېټې پورې دوام لري.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements