دوکتور محمد عزیز کاظم د پروان پوهنتون نوي رئیس په حیث استادانو او کارکوونکو ته معرفي او رسماً یې په کار پیل وکړ

Akmal_admin
Sat, Feb 19 2022 7:17 PM
E

شنبه، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۰

دوکتور محمد عزیز کاظم د پروان پوهنتون نوي رئیس په حیث استادانو او کارکوونکو ته معرفي او رسماً یې په کار پیل وکړ.

د یاد رئیس د پېژندنې مراسمو کې د پروان ولایت مقام مرستیال، د لوړو زده کړو وزارت د تهیه او تدارکاتو رئیس او رهبرۍ پلاوي او د دغه پوهنتون استادانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

د دغو مراسمو په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د تهیه او تدارکاتو رئیس قاضي عبدالنصیر ملازوی د پروان پوهنتون د نوي رئیس د پېژندنې ترڅنګ د پخواني رئیس پوهاند محمد همایون رسولي له کړنو او فعالیتونو مننه وکړه او ویې ویل:

موږ هیله من یو چې د پروان پوهنتون نوې رهبري به دغه علمي مرکز په اسلامي او علمي معیارونو سمبال کړي، څو ځوان نسل په اسانۍ سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د پروان پوهنتون نوي ټاکل شوي رئیس دوکتور محمد عزیز کاظم هم د ا،ا،ا له رهبرۍ او د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ له باور څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، د پروان ولایت د یوه اوسېدونکي په توګه به د پروان پوهنتون لپاره د سیمې او نړۍ د معتبرو پوهنتونونو په منځ کې د یو مناسب مقام د تر لاسه کولو لپاره خپلې وروستۍ هڅې وکړم

Latest news

Wed, Jan 15 2025 8:10 AM
Background image

Samangan Institute of Higher Education has initiated various reconstruction and development projects at cost of 12.6 million Afghanis


These projects, funded by the Ministry of Higher Education, including rehabilitation and asphalting of the internal roads, construction of sidewalks, students resting area,. . .

BACK TO NEWS