د افغانستان د علومو اکاډمۍ خبرتیا!
په پام کې ده د افغانستان د علومو اکاډمي « د افغانستان د مهاجرت ادبیات» تر عنوان لاندې علمي – څېړنیز سمینار ترسره کړي.
د هیواد له ټولو د قد وړ استادانو، لیکوالانو او څیړونکو څخه هیله کېږي، چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا د وړاندیز شوي عنوانونو سره سم خپلې علمي – څېړنیزې مقالې (د دې اعلان سره ضمیمه) د واټساپ دې شمېرو (0780771145 او 0777300471) ته د جدي تر 10مې نېټې پورې واستوي.
د یادونې وړ ده، چې د چمتو شويو مقالو د صفحو شمېر باید له 7 څخه تر 15 معیاري صفحو څخه زیات نه وي.
دافغانستان د مهاجرت ادبیات
۱-د مهاجرت دادبیاتومفهوم اوپېژندنه
۲-د مهاجرت دشعرڅېړنه
۳- جلاوطنه پښتو شاعري.
۴- د مهاجرت پرمهال د داستاني ادبیاتو څېړنه
۵- دهواد پرادبي وضعیت د مهاجرت ادبیاتو اغېزې
۶- مهاجرادبیان او شاعران او دهغوی ادبي فعالیتونه
۷- دمهاجرت دوخت د ترانو څېړنه
۸- د مهاجرت پر ادبیاتو رواني اغېزې
۹- د مهاجرت دوخت علمي – ادبي ټولنې، مرکزونه اوخپرندويې ټولني
۱۰-د مهارت دوخت علمي – فرهنګي – ادبي خپرونې
۱۱- د مهاجرو پرژبه دنورو ژبو اغېزې
۱۲- دافغانستان د مهاجرت د ادبیاتو حوزې
۱۳- د مهاجرت په چاپېریالونو کې پنځېدلي ولسي ادبیات
۱۴-پرافغاني منظوم ادب د مهاجرت دچاپیریالونو اغېزي
۱۵-پرافغاني منثورادب د مهاجرت د چاپیریالونو اغېزي
۱۶-بازتاب درد هجران وطن ازسه شاعر ترک تبار افغانستان
۱۷-سروده ها وآفریده های ادبی شاعران ترکمن های افغانستان دردیار مهاجرت
یادونه : محترم څېړونکي کولای شي چې پر دغو مقالو سربېره په موضوع پورې اړوندې بلي مهمې او اړینې موضوع هم مقاله ولیکي، خوتر څېړنې وړاندې به يې سرلیک له اووندې اداري سره شریکوي.