د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د سترګو تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د سترګو تدریسي روغتون له مشرتابه سره تر خبرو وروسته د دغه روغتون له لابراتوار، بستر خونو، عاجلې برخې، عینک جوړولو او چاپېریال څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د یاد روغتون د پیاده رونو او نورو برخو د رغولو او د دغه روغتون د چاپېریال جوړلو ژمنه وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد روغتون د مسؤلینو ستونزې له نېږدې ولیدې او د حل ژمنه یې ورسره وکړه. دغه راز خلکو ته د غوره خدمتونه د وړاندې کولو په برخه کې یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.