د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د یونسکو تعلیمي څانګې رئیس او ورسره مل پلاوي سره وکتل

eshaq_admin
Thu, Sep 07 2023 9:32 AM
grfgtd

په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په علمي او اکاډمیکو برخو کې د دغه وزارت د وروستیو پرمختګونو او فعالیتونو د وړاندې کولو ترڅنګ د هېواد د تحصیلي سکتور د اړتیاوو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل، لوړو زده کړو وزارت په تېرو دوو کلونو کې د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره په تحصیلي بنسټونو کې د څېړنیزو معاونیتونو د رامنځته کولو، د څېړنیزو پروژو لپاره د بودیجې ځانګړی تخصیص، د ملي او بین المللي سمپوزیمونو د جوړېدو، د تحصیلي نصاب بیاکتنې او پراختیا، د ملي او نړيوالو ژورنالونو رامنځته کول او نورو برخو کې فعاليتونه ترسره کړي دي.
همداراز د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د هېواد د تحصیلي سکتور د اړتیاوو او ستونزو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې زموږ تحصیلي بنسټونه د لابراتوارونو د تجهیز، د کتابتونونو جوړولو، په علمي او اکاډمیکو برخو کې د استادانو د ظرفیتونو د لوړولو، د استادانو د مسلکي پراختیا مرکزونو او په نورو برخو کې اړتیاوې لري. نوموړي د یاد سازمان له تعلیمي رئیس څخه وغوښتل چې په يادو برخو کې له لوړو زده کړو وزارت سره همکاري وکړي.
ورپسې د افغانستان لپاره د یونسکو سازمان تعلیمي څانګې رئیس انتوني ټام د لوړو زده کړو وزارت له وروستیو فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او د دې سازمان د امکاناتو او همکاریو په اړه يې معلومات ورکړل.
هغه وويل، چې د يونسکو سازمان لېواله دی، چې له لوړو زده کړو وزارت سره همکاري وکړي، چې اوسمهال کولای شي د استادانو د ظرفیت لوړونې، ملي او نړيوالو ژورنالونو او نورو څانګو کې مرسته وکړي. نوموړي دغه راز د نورو نړيوالو سازمانونو د مرستو د جلبولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS