د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد مختلفو مدرسو دیني علماء کرامو له کلنیو ازموینو څخه د څارنې په لړ کې د بلخ ولایت دیني مدرسو له ازموینې څارنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې، د دغه ولایت دیني علماء کرامو د ازموینې څارنه وکړه او په دې ولایت کې یې د ازموینې ممتحنینو ته د شفافې ازموینې په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز د لوړو زده کړو وزیر د یادې ازموینې ګډونوالو ته د ازموینې پروسې اړوند د روڼتیا ډاډ ورکړ.