د غزني پوهنتون اداري کارکوونکو ته د کارونو او اجرااتو د ارزونې نوې تګلاره وروپېژندل شوه
په دغه پروګرام کې چې د معلوماتي ټکنالوژي په خونه کې د بشري سرچينو د آمريت له لوري جوړ شوی و، د غزني پوهنتون اداري مرستيال شاه رضا محمدي د ارزونې د ميکانيزم او کارونو په چټکوالي کې د کاري ارزونې پر ارزښت وغږېده.
ورپسې د بشري سرچينو آمر محمد امين لطيفي د نوې ارزونې تخنيکي جوړښت وسپړل او په ادارو کې یې د پلي کېدو غوښتونکی شو.
په پای کې د غزني پوهنتون د ارزونې مدير محمد علي افتخاري د ارزونې ټولې فورمي تشرېح کړې او ناسته د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.