د آلمان هېواد لایپزیک پوهنتون د ژورنالیزم ډګر استادانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې همکاري کوي
په پام کې ده چې د آلمان هېواد لايپزيگ پوهنتون د هېواد له تحصیلي بنسټونو سره د ژورنالیزم په برخه کې د تجربو تبادلې او د استادانو ظرفیت لوړولو کې همکاري وکړي.
په هغه ناسته کې چې نن د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړیکو او نشراتو مشرانو، د ننګرهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي مشر، د بهرنیو اړیکو سلاکار، د کابل پوهنتون د ژورنالیزم او ارتباطاتو پوهنځي استازي او د یاد پوهنتون د استازي په ګډون جوړه شوه، د لايپزيگ پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي او د افغانستان د پوهنتونونو د ژورنالیزم او ارتباطاتو پوهنځیو تر منځ د همکارۍ پیل په اړه بحث او خبرې وشوې.
د دغې ناستې په پیل کې د لاییزیک پوهنتون استاد دکتور کفایت الله حمیدي د ژورنالیزم په برخه کې د دغه پوهنتون د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دغه پوهنتون غواړي چې د ژورنالیزم په برخه کې د افغانستان له تحصیلي بنسټونو سره د ظرفیت لوړولو په برخه کې همکاري وکړي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت ویاند او د نشراتو مشر پوهنیار حامد عبیدي په خپلو ویناوو کې د آلمان هېواد له لايپزيگ پوهنتون څخه د مننې تر څنګ د ګډو علمي پروګرامونو پر جوړولو، د ژورنالیزم پوهنځیو استادانو لپاره د ظرفیت لوړولو اوږدمهاله پروګرامونو او د ژورنالیزم نصاب د تدوین په برخه کې د دوی له تجریو څخه پر ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.
د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړیکو سلاکار ډاکټر ګل رحیم صافي د افغانستان او آلمان تر منځ د تاریخي او علمي اړیکې ته په اشارې سره د اوږدمهالې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیکول چې د هېواد د پوهنتونونو د ژورنالیزم ډګر د ظرفیتونو لوړولو په برخه کې اغېزناک وي، مهم وباله او ټینګار یې پرې وکړ.
همدارنګه د بهرنیو اړیکو او د بورسونو د تنظیم مشر نور احمد اخندزاده، د ننګرهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي مشر پوهنمل سید سمیع الله سعیدی او د کابل پوهنتون د ژورنالیزم او ارتباطاتو د پوهنځي استاد پوهنيار قهار جواد هر یوه د موضوع په اړه وینا وکړه او د همکاریو څرنګوالي، د هړکړه لیک لاسلیکولو او پلي کېدو په اړه یې خپل نظرونه څرګند کړل.
د دغې ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د هېواد د تحصیلي بنسټونو د ژورنالیزم ۸ پوهنځیو څخه کلستر رامنځته او د ژورنالیزم څانګې د نصاب په برخه کې د لايپزيگ پوهنتون د همکاریو او د هوکړه لیک د جزیاتو په اړه د هغه پوهنتون له مسوولانو سره خبرې وکړي.