د تړون کولو خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانونو ۴۳مې مادې (۲یمې) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون په پام کې لري چې د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د خپلو زدکړیالانو د شپېځای ۱۸ قلمه موسمي اعلی درجه ترکارۍ چمتو کولو تړون چې (۳۶۵۷۶۴۰.۵) درې میلیونه او شپږ سوه او اووه پنځوس زره او شپږ سوه او څلوېښت اعشاریه پنځه افغانۍ کېږي، له مولا نصیر سوداګریز او لوژیستیکي شرکت سره وکړي چې د اړیکې شمېره یې (MOHE/KPU/093/NCB) او د جواز شمېره یې ( 22022) ده او د کابل په تهیه مسکن کامیاب مارکېټ په مرکز کې موقعیت لري.
حکمي او حقیقي کسان چې هر ډول نیوکې لري، کولای شي خپلې نیوکې د دغې خبرتیا تر خپرېدو وروسته تر اوو ورځو پورې په لیکلې توګه له خپلو دلایلو سره یو ځای د کابل پولي تخنیک پوهنتون ریاست ته وسپاري چې د کابل پنځمې حوزې په کارته مامورین سیمه کې موقعیت لري.
دغه خبرتیا د تړون په مانا نه ده او د یادې نېټې او قانوني پړاوونو تر پای ته رسېدو پورې نه تړل کېږي.