په لوړو زده کړو وزارت کې په څلورم ځل د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په پار پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید.
یکشنبه، ۶ مرغومی ۱۴۰۰
په لوړو زده کړو وزارت کې په څلورم ځل د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په پار پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې مالي او اداري چارو سرپرست معین مولوي اسدالله فرید وویل « د نظام کارکوونکي باید خپلو دندو ته د یوه مسؤلیت په سترګه وګوري، ټول قوانين، مقررات، لوائح او طرزالعملونه په دقيق ډول مطالعه او د کار په اجراء کې ترې کار واخلي».
نوموړي زیاته کړه چې داسې ورکشاپونه د نظام د کارکوونکو سره د ظرفیت لوړونې برخه کې ډېره مرسته کولای شي او موږ هڅه کوو چې خپلو کارکوونکو ته د ماسټرۍ او دکتورا ترکچې د روزنې زمینه برابره کړو.
دغه راز په دې غونډه کې د بشري سرچینو رئیس محمد ادریس اخندزاده وویل چې، د موجوده نظام په چوکاټ کې دا څلورم ځل دی چې، موږ کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ورکشاپونه دایر او ترسره کړل، چې تېر ورکشاپونه هم اغیزمن تمام شوي دي.
اخندزاده زیاته کړه، د بشري سرچینو یو مسؤلیت دی، چې د خپلو کارکوونکو د روزنې لپاره مختلف پروګرامونه په لار واچوي، چې د راتلونکي مالي کال لپاره موږ د دې پروګرامونو ترسره کولو او په دې برخه کې کار ته پوره اماده ګي لرو.
د غونډې په وروستۍ برخه کې هغه کارکوونکي چې یاد ورکشاپ کې يې برخه اخېستی وه او بیا ترې ازموینه اخېستل شوې او بریالي شوي وو تصدیق پاڼې ورکړل شوې.