د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د بې پولې ډاکټرانو ټولنې...
۱۴۰۰سلواغه ۲۴مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د بې پولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) د OCB پروګرام له مشر سره د میوند تدریسي روغتون د ماشومانو برخې د تجهیز او په دغه روغتون کې د دوه پوړیزې ودانۍ د جوړولو هوکړه لاسلیک کړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني وویل: « که زموږ تدریسي روغتونونه تجهیز او په ځان بسیا شي، په طبي برخه کې به مو ستونزې راکمې او ورسره د ناروغانو درملنه به هم په هېواد کې دننه وشي.»
همدارنګه لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر د میوند روغتون اړتیاوې په نښه او د بې پولې ډاکټرانو ټولنې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ د یادو مرستو پر دوام او نورو تدریسي روغتونونو ته یې د دغو مرستو پر غزولو ټینګار وکړ.
وروسته د بې پولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) د OCB پروګرام مشر دېوید مچلسکي وویل، چې موږ بې پولې ډاکټرانو یو او موخه مو پرته له توپیر څخه د ناروغانو خدمت کول دي.
دغه راز د میوند تدریسي روغتون رئیس ډاکټر ذبیح الله ترین د یاد روغتون په اړه معلومات وړاندې او د هوکړه لیک له لاسیک څخه یې خوښي څرګنده کړه.
د یادولو وړه ده چې په یاده هوکړه کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې OCB پروګرام په میوند تدریسي روغتون کې د ماشومانو داخلې، جراحي، لابراتوارونو د تجهیز او دوه پوړیزې ودانۍ جوړلو مرستې شاملې دي.