د لوړو زده کړو وزارت علمي او محصلانو چارو د معینیتونو ګډه ناسته ترسره شوه.
۱۴۰۰کال، د کب ۱۵مه
د لوړو زده کړو وزارت علمي او محصلانو چارو د معینیتونو ګډه ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د محصلانو چارو سرپرست او د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني، د مرکزي ادارو رئیسانو او د لوړو زده کړو وزارت سلاکارانو ګډون کړی و. په یاده ناسته کې د تحصیلي بنسټونو د ډیپارټمنټونو د ترتیب او په ۱۴۰۱هـ.ش کال د نویو شاملو شویو محصلانو د غوره تنظیم په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.
د دغې ناستې غړو د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړه، تر څو د پوهنتونونو د مسلکي استادانو او اړوندو دولتي ادارو له استازو سره په همکارۍ، یاده موضوع نهایي کړي.
د شورا غړو له اجنډا سره سم، د هغو خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو په اړه، چې له تېرو کلونو تر دې مهاله یې د مقرراتو او لوایحو خلاف، د فوق لېسانس پروګرامونو په مختلفو برخو کې له ۳۰ کسانو زیات جذب کړي، هم بحث او لازمې پرېکړې وکړې.
همدارنګه په دغه ناسته کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د فوق لېسانس پروګرامونو د فارغینو په اړه بحث وشو او د ستونزو په اړه یې لازم تدابیر ونیول شول.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د تحصیلي بنسټونو د ځواکمنتیا او د ځوانانو لپاره د غوره تحصیلي زمینې پر برابرولو ټينګار کړ.