د معلوماتي ټیکنالوژۍ او نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړېکو ریاستونو ترمنځ، د نشراتو ریاست لپاره د ډېټابیس جوړولو او ګډې همکارۍ په موخه ناسته ترسره شوه.
۱۴۴۳/۱۲/۲۰
۱۴۰۱/۴/۲۸
د معلوماتي ټیکنالوژۍ او نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړېکو ریاستونو ترمنځ، د نشراتو ریاست لپاره د ډېټابیس جوړولو او ګډې همکارۍ په موخه ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړېکو رئیس مدیر جان کوټوال، د معلوماتي ټیکنالوژۍ رئیس احمد ضیاء جبارخېل، او د دواړو ریاستونو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په دې ناسته کې د قرانکریم څو مبارکو ایاتونو له تلاوت وروسته، د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړېکو رئیس مدیر جان کوټوال د یاد ریاست لپاره د ډېټابیس پر جوړېدو، د وزارت په نوم د جعلي فیسبوک پاڼو مخنیوي، ګډې همکارۍ دوامداره ساتلو او په ورته نورو مسایلو خبرې وکړې.
همداشان د دغه ریاست یو شمیر نورو مسؤلینو هم په خپل نوبت سره خبرې وکړې او د معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې شته ستونزې او غوښتنې شریکې کړې.
بل لور ته د معلوماتي ټیکنالوژۍ رئیس احمد ضیاء جبارخېل د نشراتو ریاست لپاره د ډېټابیس پر جوړېدو او په دې برخه کې د لاښې همغږۍ په موخه د ګډ کاري ټیم په رامنځته کولو خبرې وکړې او د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړېکو مسؤلینو ته یې د معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې د هر اړخېزې همکارۍ ډاډ ورکړ.