د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین جنوبي زون ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د کندهار او هلمند پوهنتونونو څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د کندهار پوهنتون له مشرتابه او استادانو سره د ناستې پر مهال د یاد پوهنتون د غصب شوې ځمکې په اړه هر اړخیزونه بحثونه وکړل. دغه راز نوموړي په کندهار کې د لوړو زده کړو د پرمختګ او د کندهار پوهنتون د ځمکې په اړه د کندهار له والي سره وکتل، چې د کندهار والي له لوري په یاده برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د هلمند پوهنتون له مسؤلانو سره وکتل، د یاد پوهنتون د ځمکې د ساتنې، سمسورتیا، سړک جوړولو او برېښنا په اړه یې د هلمند والي او د دغه ولایت د ښاروالۍ او کرنې رئیسانو سره ناستې وکړې او په یادو برخو کې یې له هغوی څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د هلمند والي، د هلمند ښاروال او کرنې رئیس د یادو پروژو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.