د لوړو زده کړو وزارت علمي معین له هغو استادانو سره وکتل چې د پاکستان هېواد په نسټ (NUST) پوهنتون کې د لنډمهاله روزنیزو ورکشاپونو له تر لاسه کولو وروسته هېواد ته راستانه شوي وو.

ameen_admin
اثنين, يناير 02 2023 8:17 صباحا
 ghgfhgf

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د هېواد مختلفو پوهنتونونو او بېلابېلو پوهنځیو له هغو استادانو سره وکتل، چې د پاکستان نسټ پوهنتون ته د ظرفیت لوړونې او ګډو علمي پروګرامونو په موخه د لنډمهاله روزنیزو ورکشاپونو لپاره تللي وو.  

یادو استادانو د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ته د خپل علمي سفر او ورکشاپونو په اړه معلومات ورکړل، د پاکستان هېواد د علمي کهول، په ځانګړي ډول نسټ پوهنتون د مسؤلینو چلند یې وستایه او د دواړو هېوادونو تر منځ یې پر ګډو علمي پروګرامونو ټینګار وکړ.  

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د یادو استادانو وړاندیزونه واورېدل او ترې ویې غوښتل چې په ورکشاپونو کې زده مهارتونه خپلو محصلینو ته ورسوي او په ورځنیو چارو کې کار ترې واخلي. 

د یادولو وړ ده چې په دغه علمي سفر کې د هېواد له مختلفو پوهنتونونو څخه په دوو ټیمونو کې شاوخواه ۵۸ استادانو ګډون کړی و، چې شاوخوا دری اونۍ یې دوام وکړ. 

Latest news

سبت, يناير 25 2025 3:20 مساء
Background image

وزير التعليم العالي بالنيابة شارك وألقى كلمة في حفل تخرج خريجي وزارة الداخلية.

 

وزير التعليم العالي بالوكالة،شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، شارك في حفل تخرج خريجي وزارة الداخلية، وهنأ الخريجين وشجعهم على متابعة التعليم العالي.

 

في كلمته، ذكر الوزير. . .

ثلاثاء, يناير 21 2025 5:44 صباحا
Background image

شارك القائم بأعمال وزارة التعليم العالي في حفل تخرج مدرسة "الجامعة الإسلامية" في مقطع سبين بولدك بولاية قندهار

وزير التعليم العالي بالوكالة، فضيلة الشيخ المولوي نداء محمد نديم، شارك وألقى كلمة في حفل تخرج طلاب مدرسة "الجامعة الإسلامية" في مقطع سبين بولدك بولاية قندهار.

وصف معالي المجالس العلمية. . .

اثنين, يناير 20 2025 8:56 صباحا
Background image

تخرج 71 طالبا من قسم الإفتاء والقضاء بجامعة عبد الله بن مسعود (رضي الله عنهما)، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

في حفل التخرج الذي أقيم بهذه المناسبة، هنأ شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم وزير التعليم العالي بالوكالة الخريجين و أضاف قائلا: "ستعملون في مجالات القضاء وغيرها من المجالات العلمية. . .

BACK TO NEWS