د لوړو زده کړو وزارت علمي معین مالیزیا هېواد ته د لوړو زده کړو لپاره تللو استادانو سره انلاین ناسته وکړه او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل

د لوړو زده کړو وزارت او په مالیزیا هېواد کې د افغانستان سفارت له لوري، مالیزیا هېواد ته د لوړو زده کړو لپاره تللو استادانو د فیسونو، معاشاتو، وېزو او نورو امتیازاتو په برخه کې د ستونزو د حل په موخه له یادو استادانو سره انلاین ناسته وشوه.
په پیل کې مالیزیا هېواد ته د لوړو زده کړو لپاره تللو افغان استادانو د خپلو فیسونو، معاشاتو، وېزو او نورو مالي امتیازاتو په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او ډاډ یې ورکړ چې د خپلو زده کړو تر تکمیل وروسته به هېواد ته راځي او د خپل هېواد د بچیانو روزنه به کوي.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه نوموړو استادانو ته خبر ورکړ چې ټول مالي امتیازات یې د مالي او اداري ریاست له لوري د طی مراحل کولو په حال کې دي، چې ډېر ژر به ورته ورسیږي.
دغه راز نوموړي ډاډ ورکړ چې د ټولو هغو استادانو ستونزې به حل کوي، چې بهر ته د لوړو زده کړو لپاره تللي او زیاته یې کړه: «دا مو مسؤلیت دی چې خپل استادان بهر هېوادونو ته د ظرفیت لوړونې او لوړو زده کړو لپاره ولېږو او تمویل یې کړو.»