د ارزګان د دیني مدرسو د خامسې، عالیې او عالمیې دورو کلنۍ ازموینه نن د ارزګان لوړو زده کړو په موسسه کې پیل شوې.

په دغه آزموینه کې چې ۱۳۰۰ تنه ګډون لري، د ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس م. رحمت الله رحمانی، پوهنی ریاست رئیس مولوی کامران او لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو نه راغلي ګډ پلاوي د یاد آزموینې له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه او ګدونوالو ته یې د پروسې رونټیا په برخه کې ډاډ ور کړ.
نیټه شنبه:
۸/۷/۱۴۴۵ هـ ق ۳۰/۱۰/۱۴۰۲ هـ ش ۲۰/۱/۲۰۲۴ م