د کابل پوهنتون ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو دآمریت خبرتیا
ټاکل شوی ده چې کابل پوهنتون د ۱۳۹۹ هجری لمریز کال لپاره د ماسټرۍ په ټولو پروګرامونو کې محصل جذب کړي ،نو د ماسترۍ پروګرام دنوم لیکنې پروسهد هیواد ټولو غوښتنوکو او مینوالو لپاره د ۱۳۹۹ کال د حوت میاشتې د لومړۍ نیټې څخه د ثور میاشتې تر ۳۱ نیټې پوري پیل کیږي.
د کابل پوهنتون ماسټرۍ په ټولو پروګرامونو کې د محصلینو دمنلو شرایط:
- د لوړزده کړو وزارت لخوا د تایید شوي ډیپلوم او ټرانسکرپټ (د هغوی اصلې او رنګه کاپې)
- د لیسانس دوري حد اقل ۶۵٪ سلنه
- د تابعیت تذکره(اصلې)
- دوه قطعې انځورونه
غوښتونکې باید لاندي موارد په پام کې ولري:
- غوښتونکو ته د نوم لیکنې فورم ویش په اړوندو پوهنځیو کې تر سره کیږي.
- ماسټرۍ پروګرام کې د نوم لیکنې فورم قیمت (۵۰۰)افغانۍ دي.
- د سرچینو (منابعو) لیست اړوند نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره اړوند پوهنځۍ ته مراجعه وکړئ.
- د آزموینې اخیستلو ورځ به د کانکور آزموینې ملې ادراې لخوا په رسمې ډول تاسو ته خبر درکړل شې.
- د هغو غوښتونکو د ارزونې دوهم پړاو( د بهرني ژبو آزموینه او مرکه)چې په ورودي آزموینه کې لوړې نمرې ترلاسه کړې،به دکابل پوهنتون لخوا واخیستل شې.
- که چیري غوښتونکۍ یو له دغو پروګرامو ته لاره پیدا کړي ،مکلف دي چې د یو ځل لپاره (۲۵۰۰)افغانۍ د حق الشمول لپاره ورکړي.
- د ماسټرۍ په ټولو پروګرامونو کې تدریس پرته له (دري او پښتو) په بهرنیو ژبو(عربې او انګلیسې) ورکول کیږي.
د کابل پوهنتون د ماسټرۍ پروګرامونو د هر سمیسټرڅانګه او فیس
لاندی جدول کښی کتلی شی.