د ننګرهار پوهنتون ۱۵۰۰ تنه محصلینو د «تعلیم الاسلام کتاب» سیالۍ کې ګډون وکړ . 

ameen_admin
Tue, May 07 2024 11:20 AM
sdkljfsldkflkjds


یاده سیالي چې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو انسجام او همغږۍ ریاست په نوښت جوړه شوې وه، د پرانیستې په مراسمو کې د یاد پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د محصلینو د تخصصي زده کړو تر څنګ په اسلامي عقیدې او فکر د محصلینو روزلو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت له دې نوښت څخه مننه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو انسجام او همغږۍ رئیس کلیم الله محمدي د خپلې وینا پر مهال وویل: « دغه سیالۍ څخه موخه له یوې خوا د محصلانو د دیني معلوماتو د کچې زیاتوالی او له بلې خوا نړیوالو علمي سیالیو ته د محصلانو چمتو کول دي.»
دغه راز نوموړي له محصلانو سره د هغوی د منسجم کولو، اړوندو ادارو سره د همغږي کولو، د هغوی ظرفیت لوړولو، د عملي کارونو د زمینې برابرولو او ورته د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو ژمنې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ لومړی، دویم او درېیم مقام ګټونکو محصلانو ته لپټاپ کمپیوټرونه او تر لسم مقام ګټونکي پورې نور بېلابېل جوایز په پام کې نیول شوي دي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS