د افغانستان د ځان بسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس پای ته ورسېد

naser_admin
Fri, Nov 29 2024 2:04 PM
Fhikmnvcfguk

 

د یاد کنفرانس د پای په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د دغه کنفرانس څېړنې او طرحې به اړوندې ادارې عملي کړي. 

 

دغه راز نوموړي وویل چې اوسمهال پوهنتونونه د هېواد په سترو او مهمو موضوعاتو کې دخیل شوي او له کوم محدویت پرته څېړنې کوي. 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په ملي بودجه کې د څېړنو لپاره د بودجې ځانګړي کولو غوښتنه وکړه او په نیږدې راتلونکي کې یې په امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو کې د دائرېدونکو کنفرانسونو په اړه معلومات ورکړل. 

 

وروسته د کنفرانس دائروونکو د کنفرانس پایلې او وړاندیزونه شریک کړل او زیاته یې کړه چې د کنفرانس پایلې به د عملي کولو په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې شي. 

 

د کابل پوهنتون یاد کنفرانس، چې د کندهار د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کې جوړ شوی و، د ۸۵ علمي ـ څېړنیزو مقالو، پایلو او د وړاندیزونو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد. 

 

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ځان بسیاینې د زرغون انقلاب لومړي نړیوال کنفرانس مقالې د کابل پوهنتون په ملي ژورنال کې نشر شوې او مینه وال یې هلته لوستلی شي. 

 

هېره دې نه وي چې په دغه کنفرانس کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ وزارات، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د خواړو او درملو ملي ادارې او یو شمېر نورو سکتوري ادارو استازو هم حضور درلود.

نېټه: چهارشنبه

١٤٤٦هـ.ق، د جمادي الاول ۲۵مه

۱۴۰۳هـ.ش، د لیندۍ ۷مه

۲۰۲۴م، نومبر ۲۷مه

Latest news

Wed, Jan 15 2025 8:10 AM
Background image

Samangan Institute of Higher Education has initiated various reconstruction and development projects at cost of 12.6 million Afghanis


These projects, funded by the Ministry of Higher Education, including rehabilitation and asphalting of the internal roads, construction of sidewalks, students resting area,. . .

Mon, Jan 13 2025 10:32 AM
Background image

At his office, the acting Minister of Higher Education talks on bilateral academic cooperation with the First Deputy Minister of Education of Belarus 


The acting Minister of Higher Education, Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, welcomed the deputy minister and his accompanying delegate, and provided exhaustive information. . .

BACK TO NEWS