د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

naser_admin
Tue, Sep 23 2025 2:11 PM
Wofjcnhrjwkwkfjf

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین ګډون کړی و.

 

په دغه غونډه کې د لوړو زده‌ کړو وزیر محترم شیخ‌ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د اسلامي نظام پر پېژندنې، د مسلمانانو د دښمنانو پېژندنې او د دیني او علمي ارزښتونو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «د محصلینو لپاره د اسلامي نظام پېژندنه یوه جدي اړتیا ده، ځکه د اسلام دښمنان تر پرله ‌پسې ناکامیو وروسته، اوس هڅه کوي چې زموږ پر ځوانانو له فکري لارو اغېز پرېباسي.»

 

محترم شیخ صاحب محصلینو ته وویل چې تاسو باید په هوښیارۍ، ښو اخلاق، ښه چلند او د وخت له ضایع کېدو په مخنیوي، په ځانګړې توګه د برېښنایي وسایلو نه کارولو له لارې د علمي او اخلاقي پرمختګ لاره خپله کړئ.

 

همدا راز محترم شيخ صاحب محصلینو ته سپارښتنه وکړه چې خپل چلند له اسلامي شریعت سره سم کړي او د دیني او عقیدتي مسایلو د حل لپاره علماء کرامو ته مراجعه وکړي.

 

وروسته د لوړو زده‌ کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي په خپلو خبرو کې په الهي نعمتونو د شکر ادا کولو، د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله تعالی ورعاه د فرامینو عملي کولو، په اعمالو کې اخلاص، درسونو ته پاملرنه او د لوړو زده ‌کړو وزارت د مقرراتو په رعایت کولو ټینګار وکړ.

 

همدرانګه په دغه غونډه کې د هرات ولایت د علماوو شورا رئیس شیخ محمد بشر حلیمي، د علماوو شورا مرستیال مولوي شراف الدین اعتصام، د امربا المعروف او نهي عن المنکر رئیس شیخ عزیز الرحمن المهاجر هم د علم، دین او خلاقو اړوند خبرې وکړې. 

یاده غونډه کې د هرات پوهنتون رئیس شیخ عبدالغني حقاني له لوري په جمع بندۍ او دعائیه سره پای ته ورسېده. 

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۷هـ.ق، د ربیع الاول ۳۰مه 

۱۴۰۴هـ.ش، د میزان لومړۍ

۲۰۲۵م، د سپمټبر ۲۳مه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS