د HEDP دفتر د تېرو شپږو مياشتو کړنو د ارزونې په موخه غونډه وشوه

baqir_admin
Wed, Dec 09 2020 9:16 AM
ل

د  HEDP دفتر د تېرو شپږو میاشتو د فعالیتونو او د یاد دفتر د شپږو راتلونکو میاشتو ارزونه د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین او نړیوال بانک د استازو ترمنځ د یوې ناستې په ترڅ کې د ویدیو کنفرانس له لارې نهايي شوه. په دې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو معین سربېره د لوړو زده کړو وزارت د انکشافي برنامو د دفتر رئیس، د وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو او د نړیوال بانک د پاکستان،امریکا او افغانستان استازو ګډون درلود.

نور احمد درویش د نړیوال بانک د مرستو څخه د قدردانۍ ترڅنګ په هیواد کې د لوړو زده کړود ځواکمنتیا او د پرمختیايي پروژو د تطبیق لپاره په لا زیاته همغږۍ ټینګار وکړ. همداراز د لوړو زده کړو د پرمختیايي برنامو د انکشاف، پلان، پالیسۍ او تقنین،د معلوماتي ټکنالوژۍ او اداري او زیربناوو رئیسانو د لوړو زده کړو د ترسره شوو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او دراتلونکو شپږو میاشتو لپاره د دوی د اړتیاوو په اړه د نړیوال بانک له استازو سره معلومات شریک کړل.

بالمقابل د نړیوال بانک استازو چې له بېلابېلو هېوادونو په انلاین توګه نښلول شوي وو، د لوړو زده کړو وزارت د تېرو شپږو میاشتو فعالیتونه مثبت اود ستاینې وړ و ارزول.

هغوی د لوړو زده کړو وزارت د راتلونکو شپږو میاشتو د اړتیاوو تر اوریدلو وروسته ژمنه وکړه، څو د مطرح شوو اړتیاوو د لیرې کولو او د افغانستان د تحصیلاتو د نظام د ځواکمنولو لپاره په ځانګړې توګه د قرنطین په بهیر کې د آنلاین سیستم د زده کړې، د جندر پالیسۍ د تطبیق اود زیربنايي پروژو د بشپړولو په برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم څو ځله د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي رئیسانو او د نړیوال بانک د استازو ترمنځ د تیرو شپږو میاشتو د برنامو او راتلونکو شپږو میاشتو د طرحو او پروګرامونو په اړه بحث او د نظر تبادله شوې ده.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS