د لوړو زده کړو علمي معين د يونسکو د دفتر د ښوونې او روزنې د څانګې له رئيس سره وکتل

baqir_admin
Thu, Dec 24 2020 11:46 AM
ل

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي د یو نسکو د دفتر د ښوونې او روزنې څانګې د مشر سره په افغانستان کې د یونسکو د ښوونیزپلان د ښه والي لپاره بحث او د نظر تبادله وکړه.

په دغه ناسته کې په داسې حال کې چې د لوړوزده کړو وزارت دعلمي برنامو د انکشاف رئیس پوهنوال صدیق الله بارکزی او د یونسکود دفتر د ښوونې او روزنې د څانګې لوی آمر عبدالحق رؤوف هم حضور درلود، دواړو خواوو په هیواد کې د یونسکو د تعلیمي پلان د ښه والي په خاطر په هېواد کې د یو معتبر پوهنتون په همکارۍ د ښوونې او روزنې په برخه کې د ماسترۍ د نویو برنامو پر ایجاد،د آنلاین زده کړو د برنامې په پیاوړتیا او د نصاب د بیا کتنې په ګډو همکاریو خبرې اترې وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د لوړو زده کړود تحصیلي نصاب سره د یونسکو دفترد همکاریو څخه په مننې په ځانګړې توګه د تحصیلي نصاب د بیا کتنې په برخه کې د استادانو د  مسلکي ظرفیتونود لوړولو او آنلاین زده کړو په اړه توضیحات ورکړل او د دوام لرونکي ملي انکشاف ( SDG4)لپاره په سند کې د یادو شوو موخو لپاره يې د یونسکو رول مهم وباله. ورووسته د یونسکو د دفترد ښوونې او روزنې د څانګې رئیس انتوني ټم د څلورکلن پلا په اړه  چې د یونسکو د دفتر له خوا په افغانستان کې تدوین شوی دی، په اړه يې معلومات ورکړل، د نوي نصاب د تطبیق لپاره يې  د اړتیا وړمسلکي کادرونو او د ښوونې او روزنې په برخه کې د یونسکو په همکارۍ د ماسترۍ د برنامو د ایجاد په اړه خبرې وکړې.

  د لوړو زده کړو معین پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي د یونسکو له همکاریو څخه په مننې او هرکلي د یونسکو د دې ګام په اړه له ښاغلي انتوني ټم څخه وغوښتل  چې د معارف لپاره  دوی د دفتر تدوین شوی چوکات له دوی سره شریک کړي څو د هغې په رڼا کې د ښوونې او روزنې د پوهنځيو په اړه کار ترسره شي.

د لوړو زده کړو علمي معین د پوهنې سکتور داوسنۍ ستونزې د حل په منظور  د شهید استاد رباني د ماسترۍ د ګډې برنامې وړاندیز وکړ او په ضمن کې يې تينګار وکړ چې د دې بر نامې لپاره دې  لږ تر لږه  د څلورو تنو د کادري  غړو د ظرفیت لوړولو سویه له ماسترۍ څخه د دکتورا په کچه چمتو شي  څو په راتلونکې کې د برنامې دوامداره کیدل د کیفیت په تامینیدو  د هیواد د  تقنیني سندونو سره سم تضمین شي.

د یونسکو د دفتر له خوا د لوړو زده کړو وزارت  له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ژمنه وشوه چې یادې غوښتنې د اړوند مقاماتو سره شریکې کړي او د تطبیق په موخه به يې هڅې وکړي.

Latest announcements

Wed, Jul 27 2022 8:38 AM
Background image

Invitation for Bids (IFB)

Invitation for Bids (IFB)

For

Procurement of Laboratory Equipment for Hydraulics, Hydrology & Water and Sewage quality testing laboratory for Kabul Polytechnic University

IFB No: MOH . . .

Thu, Jan 23 2020 6:28 AM
Background image

50 Pakistan Scholarship for Afghanistan Kankor High Score Winners

Location: Pakistan

Number of Scholarships: 50

Targeted group:High score obtainers of kankor

Deadline:january 28,2020

Ministry of Higher education of Afghanistan has announced that . . .

Back to announcements

Latest news

Wed, Nov 20 2024 3:41 PM
Background image

The Acting of Higher Education visits with the officials, lecturers and students of Anastu University, and he approves few projects there.

 

During his official visit to Kandahar province, the Acting Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Malavi Nida Mohammad Nadeem, held separate meetings with the officials,. . .

Wed, Nov 20 2024 1:48 PM
Background image

A two-day national conference titled (Strengthening Research in Academic Institutions) conducted at Afghan International Islamic University

 

During the commencement of the conference, the Deputy Minister for Academic Affairs, remarked that not only Emirate educational institutions but also private educational institutions. . .

BACK TO NEWS