د اساسي قانون د تصويب اويايمه کليزه ونمانځل شوه

baqir_admin
Tue, Jan 12 2021 8:00 AM
g

اساسي قانون تر ټولو لوړ تقنیني سند دی چې د یو هېواد د سیاسي ځواک او خلکو تر منځ اړیکه ټینګوي.

دغه مطلب د لوړو زده کړو وزیر ډاکتر عباس بصیر د اساسي قانون د اوولسمې کلیزې په غونډه کې چې د لوړو زده کړو په وزارت کې جوړه شوې وه، څرګند کړ.

په دې غونډه کې د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار د خپلواک کمیسیون غړي ډاکتر ابوبکر متقي، د لوړو زده کړو وزارت معینان، د مرکزي ادارو او د دولتي پوهنتونونو یو شمېر ريیسانو هم ګډون درلود.

د لوړو زده کړو وزیر اساسي قانون یو غوره قانون وباله چې په وینا يې (د بشري حقونو پر یو لړ اصولو او مشخصو بنسټونو ولاړ دی او د افغانستان د عزتمن ملت د تړاو مهم  عامل ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه له دې پلوه دا قانون د افغانستان د قوانینو د تصویب په تاریخ کې د عطف ټکی دی چې په هغې کې توکمي، فرهنګي تکثر او کوچنی هویت د افغان د ستر هویت تر  چتر لاندې په رسمیت پېژندل شوی دی او لوړو زده کړو ته لاسرسی، د نیوکې حق، د بیان ازادي په ښکاره توګه پکې تسجیل شوي دي.

د لوړو زده کړو وزیر ټینګار وکړ، د تحصیلي نظام رول د قانون د تفسیر، فهم او پراختیا په برخه کې له قانون څخه مهم دی، لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي څو د فکر او نظر د زېږوونکو په توګه د اساسي قانون د تفسیر او تشریح مرجع وي او حقوقو د پوهنځيو له لارې په دې برخه کې خپل مسولیت اداء کړي.

د اساسي قانون پر پلي کېدو د څارنې کمیسیون غړي ډاکتر ابوبکر متقي هم په دې اړه او د اساسي قانون د بډای کولو لپاره له قانون څخه د پوهې د دود کېدو په برخه کې، د لوړو زده کړو وزارت پر رول خبرې وکړې او ويې ویل، د زیاتره اسلامي هېوادونو په قوانینو کې د اسلام مبارک دین د خلکو دین بلل شوی دی، خو د افغانستان د اساسي قانون په دویمه ماده کې، د دولت دین، اسلام بلل شوی دی چې دا پخپله د ټولو اسلامي هېوادونو پر قانون د افغانستان د اساسي قانون غوره والی ښيي.

ډاکتر متقي همداراز وویل، د افغانستان اساسي قانون د جنسیت  او نورو عواملو له نظره د تبعیض عوامل له منځه وړي دي او د ټولو اقشارو د یو ډول فعالیت زمینه يې پر رسمیت پېژندلې ده، هغه همداراز لوړو زده کړو وزارت ته وړاندیز وکړ، ترڅو د ټولو دولتي او غیر دولتي بنسټونو د حقوقو د پوهنځيو د محصلانو په مونوګرافونو کې د اساسي قانون د تفسیر مسئله او د یاد قانون د مادو تفسیر په نظر کې ونیسي څو له قانون څخه د خبرېدو حقوقي فهم په ټولنه کې پراختیا ومومي.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین پوهندوی سیدفرهاد شهید زاده، هم په ټولنه کې د نظم او وحدت  په موخه د قانون پر اهمیت ټینګار وکړ او د ډاکتر متقي د خبرو په ځواب کې يې په دې اړه وویل، د لوړو زده کړو وزارت د مقررو، لوایحو، طرزالعملونو او لارښودونو، طرحې او تصویب ته په پراختیا ورکولو توانېدلی، د نظم راوستلو او اسانتیاوو لارې برابرې کړي او د اساسي قانون د پلي کېدو په برخه کې اساسي رول ولوبوي.

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون ريیسې پوهندوی لیلما شریفي یما  هم په دې اړه خبرې وکړې او د افغانستان اساسي قانون يې د وحدت سمبول او د تبعیض د له منځه وړلو، پرمختګ او عدالت د ټینګښت مظهر وباله. هغې وویل: (اوسنی اساسي قانون د ډموکراسۍ پر ستنو ولاړ دی چې د خلکو برابري پکې تضمین شوې ده او تبعیض پکې منع شوی دی، په ټولنه کې د ښځو پر رول ټينګار شوی دی او د دوی موقف د نارینه وو په څېر تثبیت شوی دی، محفل د افغانستان د خلکو لپاره د خیر او ارامۍ په دعا پای ته ورسېد.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS