په البیروني پوهنتون کې د علمي پروګرامونو ارزونه پای ته ورسېده
د (ډیپارټمنټونو) علمي او اکاډمیک پروګرامونه د علمي چارو معاونیت او د کیفیت لوړونې آمریت په مشرۍ د پوهنتون د کیفیت د تضمین اصلي کمېټې لخوا د ټاکل شوي مهالوېش سره سم وارزول شول.
د دغې ارزونې په بهیر کې د نهو پوهنځیو ۲۹ ډيپارټمنټونه وارزول شول او سږ کال د ارزونې پروسه "د دندې پر مهال روزنې او ارزونې" په بڼه تنظیم شوې چې په ترڅ کې یې اړوند موضوعات د ډیپارټمنټونو غړو ته تشرېح شول. ورپسې ډیپارټمنټونه له اصلاحي ټکو څخه په ګټې خپل تدابیري پلان جوړوي او خپلې نیمګړتیاوې پوره کوي.
د برنامې پر بنسټ ارزونه د ډیپارټمنټ په کچه نیمګړتیاوې په ګوته کوي، په اداره کې د فعالیت انګېزه رامنځته کوي او په دې توګه په اداره کې عدالت ټینګېږي.