په البیروني پوهنتون کې د علمي پروګرامونو ارزونه پای ته ورسېده

baqir_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۸:۲
g

د (ډیپارټمنټونو) علمي او اکاډمیک پروګرامونه د علمي چارو معاونیت او د کیفیت لوړونې آمریت په مشرۍ د پوهنتون د کیفیت د تضمین اصلي کمېټې لخوا د ټاکل شوي مهالوېش سره سم وارزول شول.

د دغې ارزونې په بهیر کې د نهو پوهنځیو ۲۹ ډيپارټمنټونه وارزول شول او سږ کال د ارزونې پروسه "د دندې پر مهال روزنې او ارزونې" په بڼه تنظیم شوې چې په ترڅ کې یې اړوند موضوعات د ډیپارټمنټونو غړو ته تشرېح شول. ورپسې ډیپارټمنټونه له اصلاحي ټکو څخه په ګټې خپل تدابیري پلان جوړوي او خپلې نیمګړتیاوې‌ پوره کوي.

د برنامې پر بنسټ ارزونه د ډیپارټمنټ په کچه نیمګړتیاوې په ګوته کوي، په اداره کې د فعالیت انګېزه رامنځته کوي او په دې توګه په اداره کې عدالت ټینګېږي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۱۰
Background image

د پوهنتونو لابراتوارونو فعالولو لپاره د ۲۷۰ میلیونو افغانیو په ارزښت لابراتواري وسایل وپېرل شول

لوړو زده کړو وزارت د یو بې ساري ګام په ترڅ کې د ټولو اړوندو امارتي تحصیلي نهادونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځيو لپاره مجهز او په عصري وسایلو سمبال لابراتوارونو فعالولو په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۱
Background image

د کابل عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې له افتاء او قضاء څانګې څخه ۷۱ فاضلان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول

 

په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یادو فاضلانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چې تاسو به د خپل مسلک اړوند قضاء، افتاء او نورو علمي برخو کې کار کوئ او زیاته یې کړه: «په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۷:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د کندهار پوهنتون طب پوهنځي په فراغتغونډه کې د ګډون او وینا سربېره د سترې محکمې له قضایي مرستیال او د جنوب لویدیځ زون د تمیز له عمومي رئیس سره هم لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب د کندهار پوهنتون طب پوهنځي محصلینو په فراغتغونډه کې وویل، چې اسلام موږ ته د علم پر حاصلولو او زیاتوالي امر کړی دی. . .

BACK TO NEWS