د لېسانس په کچه د مالیزیا هېواد البخاري پوهنتون د بورسونو خبرتیا
Due
-
د ا.ا.ج بهرنیو چارو وزارت د مالیزیا هېواد البخاري پوهنتون د لېسانس په کچه د ۳۰ تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی. یاد بورسونه د لوړو زده کړو وزارت مقام له لوري، د شرایطو وړ داوطلبانو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ځانګړي شول.
د اړتیا وړ اسناد:
ـ د ښوونځي شهادتنامه، چې لوړو زده کړو وزارت تایید کړې وي (د نوملیکنې پر مهال د شهادتنامې اصلي پکار ده)
ـ پاسپورټ
ـ د تابعیت پېژندپاڼه
د بورسونو شرایط:
ـ د لېسانس دورې لپاره باید د نمرو سلنه له ۷۰ لوړه وي
ـ د نوماندانو د کورنیو میاشتني عواید باید له درې سوه امریکایي ډالرو کم وي
ـ د داوطلب عمر باید له ۱۸ تر ۲۲ کلونو پورې وي
ـ د یادو بورسونو نوماندان باید متاهل نه وي
مینوال کولای شي د تحصیلي څانګو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره (https://apply.aiu.edu.my ) وېبپاڼې ته ورشي او د غوښتنې فورمه ډکه کړي او ټول اسناد د ارزونې لپاره یاد پوهنتون ته د همدغه لینک له لارې واستوي. د یاد پوهنتون د ارزونې کمېټه د نوماندانو اسناد ګوري او د اړتیا پر مهال په انلاین بڼه، په انفرادي توګه، مرکه ورسره کوي او په شرایطو برابر کسانو ته بورس ورکوي. هغه کسان چې بورس تر لاسه کړي، درسونو به یې د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې پیل شي.
ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې که په یاد هېواد کې تحصیلي بورسونو ته نوملیکنه کوي؛ نو د یادې وېبپاڼې له لارې په انلاین توګه د نوملیکنې او د هغې د پروسې پر بشپړېدو سربېره کولای شي چې د لوړو زده کړو وزارت منښت (۲۱مې) غرفې ته له اصلي اسنادو سره یو ځای ورشي او خپل اسناد د ۲۰۲۱ کال د جولای ۱۵، چې د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ له ۲۴ سره سمون لري، بېرته وسپاري.