د لېسانس په کچه د مالیزیا هېواد البخاري پوهنتون د بورسونو خبرتیا

baqir_admin
g

Due

-

د ا.ا.ج بهرنیو چارو وزارت د مالیزیا هېواد البخاري پوهنتون د لېسانس په کچه د ۳۰ تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی. یاد بورسونه د لوړو زده کړو وزارت مقام له لوري، د شرایطو وړ داوطلبانو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ځانګړي شول.

د اړتیا وړ اسناد:

ـ د ښوونځي شهادتنامه، چې لوړو زده کړو وزارت تایید کړې وي (د نوملیکنې پر مهال د شهادتنامې اصلي پکار ده)

ـ پاسپورټ

ـ د تابعیت پېژند‌پاڼه

د بورسونو شرایط:

ـ د لېسانس دورې لپاره باید د نمرو سلنه له ۷۰ لوړه وي

ـ د نوماندانو د کورنیو میاشتني عواید باید له درې سوه امریکایي ډالرو کم وي

ـ د داوطلب عمر باید له ۱۸ تر ۲۲ کلونو پورې وي

ـ د یادو بورسونو نوماندان باید متاهل نه وي

مینوال کولای شي د تحصیلي څانګو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره (https://apply.aiu.edu.my  ) وېبپاڼې ته ورشي او د غوښتنې فورمه ډکه کړي او ټول اسناد د ارزونې لپاره یاد پوهنتون ته د همدغه لینک له لارې واستوي. د یاد پوهنتون د ارزونې کمېټه د نوماندانو اسناد ګوري او د اړتیا پر مهال په انلاین بڼه، په انفرادي توګه، مرکه ورسره کوي او په شرایطو برابر کسانو ته بورس ورکوي. هغه کسان چې بورس تر لاسه کړي، درسونو به یې د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې پیل شي

ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې که په یاد هېواد کې تحصیلي بورسونو ته نوملیکنه کوي؛ نو د یادې وېبپاڼې له لارې په انلاین توګه د نوملیکنې او د هغې د پروسې پر بشپړېدو سربېره کولای شي چې د لوړو زده کړو وزارت منښت (۲۱مې) غرفې ته له اصلي اسنادو سره یو ځای ورشي او خپل اسناد د ۲۰۲۱ کال د جولای ۱۵، چې د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ له ۲۴ سره سمون لري، بېرته وسپاري. 

آخرین بورسیه ها

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۰:۲۰
Background image

د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د اندونیزیا لمپونګ پوهنتون د تحصیلي بورسونو خبرتیا!

د اندونیزیا لمپونګ دولتي پوهنتون د 3017 UN26./K.S/2021/ شمېرې یادښت او /2021/4/16 نېټې، د افغانستان ځوانانو د هڅونې په موخه د ۱۴۰۰ کال لپاره د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د خپلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۹:۵۹
Background image

د لېسانس په کچه د مالیزیا هېواد البخاري پوهنتون د بورسونو خبرتیا

د ا.ا.ج بهرنیو چارو وزارت د مالیزیا هېواد البخاري پوهنتون د لېسانس په کچه د ۳۰ تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی. یاد بورسونه د لوړو زده کړو وزارت مقام له لوري، د شرایطو وړ داوطلبانو لپاره د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۹:۵۱
Background image

د (لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا) په برخه کې د عربستان تحصيلي بورسونو بیاځلي خبرتیا

سعودي عربستان د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو لپاره د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې هلکانو او نجونو ته د ۳۷۱ تحصيلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی.

د اړتیا وړ اسناد:

 د لېسانس دورې د . . .