د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!
Due
-
د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي بورسونو د ورکړي خبر وکړی دی:
د اړتیا وړ اسناد:
۱ـ درې کلنو نومرو کې لږ تر لږه د ۷۰ فيصدۍ سره د مکتب شهادت نامه درلودل.
۲ـ الکترونيکي تذکره
تحصيلي څانګې:
کرنه او مارکټينګ (۳۰) سيټه
د کوچنۍ سوداګرۍ وده ( ۳۰ ) سيټه
کرنه او صنايع ( ۳۰) سيټه
کمپيوټر زده کړه (۳۰) سيټه
تربيتي علومو څانګه (۵۰) سيټه
ریل پاټلۍ انجنيري (۵۰ ) سيټه
د بورس مصارف او لګښتونه:
په يو تحصيلي کال کې د هر تن ښوونيز لګښت دوه زره پنځه سوه امريکای ډالره دی، چې پنځوس سلنه يې د اوزبيکستان حکومت له لوري ورکول کېږي، په دې ښوونېزو لګښتونو کې د محصلانو لپاره هستوګني غذای توکي، روغتیایي خدمتونه، د زده کړې لپاره اړین توکي او د ګاز، اوبو او برېښنا تادیات شامل دي.
نو هغه په شرايطو برابر داوطلبان، چې غواړي یادو بورسونو ته نوم ليکنه وکړي، کولای شي اړينې فورمې چې د دې خبرتیا سره مل او لاندې موجود دي،
ترلاسه کړي او له ډکولو وروسته د ۱۴۰۲هـ ش کال د زمري میاشتې ۱۵مې نېټې پورې د لوړو زده کړو وزارت عمومي پذيرش (۱۳) غرفې ته وسپاري.