د هېواد په دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسـټونو کې د حضوري زده کړو په اړه د لوړو زده کړو وزارت اعلامیه!

baqir_admin
g

د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه شورا ناسته، د مشرتابه شورا پلاوي، د وزارت مرکزي ادارو رییسانو، د دولتي پوهنتونونو رییسانو او د خصوصي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو د اتحادیې رییس په ګډون، په حضوري او مجازي توګه ترسره شوه.

په دغه ناسته کې چې د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر په مشرۍ جوړه شوې وه، د عامې روغتیا د راپور پر بنسټ، د کورونا ویروس له امله د رامنځته شوي روغتیايي حالت په اړه بحث وشو. په ناسته کې د ګډونوالو د نظرونو او وړاندیزونو له وړاندې کولو وروسته لاندې پرېکړې وشوې:

۱ـ په هغو ولایتونو کې چې د عامې روغتیا د راپور پر بنسټ، په لابراتوارونو کې د مثبتو پېښو کچه له ٪۳۵ ټیټه ثبت شوې (کابل، کندوز، نیمروز، دایکندي، بلخ، جوزجان، بادغیس، کندهار، نورستان، سمنګان او پنجشېر) د دولتي لوړو زده کړو بنسټونو حضوري زده کړې د واکسین له تطبیق وروسته د روان کال د زمري په ۱۶مه نېټه، د ټولو وقایوي تدابیرو په مراعاتولو سره دې پیل شي.

۲ـ په یادو ولایتونو کې خصوصي لوړو زده کړو بنسټونه، ځکه له همدغو ولایتونو بیرون زده کړیالان نه لري، که یې د واکسین پروسه تطبیق کړې وي، نو کولی شي د زمري له څلورمې نېټې خپلې حضوري زده کړې پیل کړي.

۳ـ دولتي لوړو زده کړو بنسټونو ته د هېواد له مختلفو برخو د زده کړیالانو د راتګ او په ځانګړي ډول لیلیو کې د کورونا ویروس پراختیا تشویش شته، نو پرېکړه وشوه، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري به په راتلونکو دوو اوونیو کې ټول زده کړیالان واکسین کړي او زده کړیان کولی شي ځانونه په روغتیایي مرکزونو او یا هم خپلو پوهنتونونو کې واکسین کړي.

۴ـ په یادو ولایتونو کې د واکسین له تطبیق مرحلې نه وروسته یوازې هغه زده کړیالان خپل پوهنتون ته داخلېدای شي، چې واکسین کارت له ځان سره ولري.

۵ـ د نورو ولایتونو خصوصي لوړو زده کړو موسسې او پوهنتونونه هم اړ دي، چې په ۱۵ورځو کې واکسین تطبیق کړي او تر هغه چې د عامې روغتیا وزارت یې د کورونا ویروس د پېښو سلنه له ۳۵ټیټه ونه ښيي، زده کړې یې په غیر حضوري بڼه دوام کوي

په مشرتابه شورا ناسته کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او موسسو مشرتابه پلاوي ته سپارښتنه وشوه، څو له یادو پرېکړو سره سم خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او له عامې روغتیا وزارت سره د واکسین په تطبیق کې لازمه همکاري وکړي.

همدارنګه د کابل طبي علومو ابوعلي سینا پوهنتون ته سپارښتنه وشوه، څو له عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ د زده کړیالانو په واکسین کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

Latest announcements

Wed, Jul 27 2022 8:38 AM
Background image

Invitation for Bids (IFB)

Invitation for Bids (IFB)

For

Procurement of Laboratory Equipment for Hydraulics, Hydrology & Water and Sewage quality testing laboratory for Kabul Polytechnic University

IFB No: MOH . . .

Thu, Jan 23 2020 6:28 AM
Background image

50 Pakistan Scholarship for Afghanistan Kankor High Score Winners

Location: Pakistan

Number of Scholarships: 50

Targeted group:High score obtainers of kankor

Deadline:january 28,2020

Ministry of Higher education of Afghanistan has announced that . . .

Back to announcements