د لوړو زه کړو د محصلانو سرپرست معین سید اسماعیل روحاني په سرپرستۍ د لوړو زده کړو، عامې روغتیا، مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارتونو ګډ پلاوي ته، په تورخم کې د الخدمت او پیما بنسټونو له لوري ۲۷ لارۍ د بېلابېلو توکو تسليم شول.

Akmal_admin
Sat, Jan 01 2022 7:18 AM
27 لاری مواد مختلف که از سوی نهاد های خیریه الخدمت و پیما به افغانستان مساعدت گردیده بود، امروز طی مراسمی به هیات مشرک وزارتخانه های تحصیلات عالی، امور مهاجرین و عودت کنندگان و صحت عامه که ریاست آن را سید محمد اسماعیل روحانی سرپرست معینیت امور محصلان وزارت تحصیلات عالی به عهده داشت، در تورخم تسلیم داده شد.

شنبه، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۰

د لوړو زه کړو د محصلانو سرپرست معین سید اسماعیل روحاني په سرپرستۍ د لوړو زده کړو، عامې روغتیا، مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارتونو ګډ پلاوي ته، په تورخم کې د الخدمت او پیما بنسټونو له لوري ۲۷ لارۍ د بېلابېلو توکو تسليم شول.

دا مرسته چې د الخدمت او پیما خیریه بنسټونو له لوري هېواد ته را انتقال شوې، په کې لس لارۍ دوا، اته لارۍ خوراکي توکي، دوه لارۍ کمپلې او اووه لارۍ لباسونه شامل دي.

د دغو مرستو د ترلاسه کولو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معين انجنر سيد اسماعيل روحاني او د یاد وزارت تضمين کيفيت سرپرست رئیس شاکرالله وحيدي، د روغتیا وزارت مقام د دفتر رئیس مولوي محمد داؤد منصوري، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شوو کډوالو رئیس مولوي سردار شېرزاد ګډون کړی وو.

په یادو مراسمو کې د لوړو زده کړو د محصلانو چارو سرپرست معين انجنر سيد اسماعيل روحاني، د الخدمت او پیما خیریه بنسټونو له لورې د مرستو مننه وکړه او د وزارت اړوند روغتونونو سره یې د نورو مرستو غوښتنه وکړه.

بل لور ته د الخدمت خیریه بنسټ مشر خالد وقاص وویل، مونږ به د انساني او اسلامي همدردۍ له مخې دا مرستې دوامداره ساتو.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني پاکستان ته په یو رسمي سفر تللی و، چې نننۍ مرسته هم د همغه سفر له لاسته راوړنو یوه برخه ده.

Latest announcements

Wed, Jul 27 2022 8:38 AM
Background image

Invitation for Bids (IFB)

Invitation for Bids (IFB)

For

Procurement of Laboratory Equipment for Hydraulics, Hydrology & Water and Sewage quality testing laboratory for Kabul Polytechnic University

IFB No: MOH . . .

Thu, Jan 23 2020 6:28 AM
Background image

50 Pakistan Scholarship for Afghanistan Kankor High Score Winners

Location: Pakistan

Number of Scholarships: 50

Targeted group:High score obtainers of kankor

Deadline:january 28,2020

Ministry of Higher education of Afghanistan has announced that . . .

Back to announcements

Latest news

Mon, Aug 26 2024 5:03 AM
Background image

Ministry of Higher Education Has Issued its Annual Major Achievements Report

 

The officials of the Ministry of Higher Education presented the major achievements of the year 1445 through the conference at government’s media center.  
 “Amir ul Moamineen (May. . .

Tue, Jul 16 2024 10:49 AM
Background image

The Acting Minister of Higher Education Has Met with Ambassador of Uzbekistan, and Discussed the Improving of Academic Relations of both countries. 


In this meeting, the Acting Minister of Higher Education, Shiekh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadem said that Uzbekistan is one of the countries, which always gives a hand sincerely. . .

BACK TO NEWS