د ژباړې، تألیف او څېړنې رئیس په مشرۍ هیت د بلخ پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

Akmal_admin
Mon, Jan 17 2022 11:03 AM
هیاتی تحت ریاست رئیس تحقیق، تالیف و ترجمه وزارت تحصیلات عالی از پوهنتون بلخ دیدن نمود.

۱۴۰۰کال، د مرغومې ۲۷مه

د ژباړې، تألیف او څېړنې رئیس په مشرۍ هیت د بلخ پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت د ژباړې، تألیف او څېړنې رئیس مولوي محمد داود حقاني چې د وزارت اکاډمیکو چارو مشاور او ارزونې او څارنې رئیس پوهنمل دوکتور محمد ولي حنیف یې ملتیا کوله د بلخ پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

په دغه لېدنه کې یاد پلاوي د بلخ پوهنتون د ژباړې، تألیف او څېړنې غړو او بلخ پوهنتون علمي مجلو او معارف له کتن‌پلاوي سره جلسې او علمي مباحثې وکړې او د وزارت د پلانونو او اهدافو د تطبیق په برخه کې یې د بلخ پوهنتون له مشرتابه او علمي کادرونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

همدا رنګه ښاغلي حقاني د بلخ پوهنتون له علمي کادرونو څخه وغوښتل، چې د بلخ پوهنتون په کچه یو نړیوال ژورنال رامنځ ته کړي، ترڅو نړیوال اعتبار خپل کړي.

دغه راز یاد پلاوي د بلخ پوهنتون د څېړنو له مرکز، معلوماتي ټکنالوژۍ، رسنېز مرکز، علمي مجلې، د پوهنتون له تدریسي او اداري ودانیو او همدارنګه د نجونو او هلکانو د لیلې له ودانیو څخه هم لیدنه وکړه.

Latest news

Wed, Jan 15 2025 8:10 AM
Background image

Samangan Institute of Higher Education has initiated various reconstruction and development projects at cost of 12.6 million Afghanis


These projects, funded by the Ministry of Higher Education, including rehabilitation and asphalting of the internal roads, construction of sidewalks, students resting area,. . .

BACK TO NEWS