د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د مرکزي ادارو او ټولو دولتي پوهنتونونو د انټرنېټ وصلولو او څارنې دنده پر غاړه لري.

Akmal_admin
Sun, Mar 13 2022 5:20 AM
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د مرکزي ادارو او ټولو دولتي پوهنتونونو د انټرنېټ وصلولو او څارنې دنده پر غاړه لري.

۱۴۰۰کال، د کب ۲۱مه
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د مرکزي ادارو او ټولو دولتي پوهنتونونو د انټرنېټ وصلولو او څارنې دنده پر غاړه لري. 
دغه ریاست د وزارت له کلیدي ریاستونو څخه دی، چې د هېواد په ټولو دولتي پوهنتونونو کې د فایبر په وسیله د محلي شبکې او کمپسونو وصلول، انلاین صنفونه، وای فای زونونه، انلاین کنفرانسونه او د کمپیوټري لابراتوارونو د جوړولو په برخه کې خدمات وړاندې کوي. 
همدارنګه یاد ریاست د وزارت په داخلي ادارو کې د (Domain) سیسټم فعال کړی، د وزارت رسمي اېمېلونو، داخلي شبکي (Local Network) ستونزې حل کوي او همدارنګه د وزارت دری امریتونه؛ د دفتر ریاست (د الکترونیکي ارشیف امریت)، د اداري او زیربنا ریاست (د خدماتو امریت) او د بشري سرچینو ریاست (د ظرفیت لوړونې امریت) یې په دایمي ډول له انټرنېټ سره وصل کړي دي. 
د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د ټولو دولتي پوهنتونونو د زده کړیالانو لپاره معلوماتي سیسټم (HEMIS) فعال کړی، چې د زده کړیالانو ټول معلومات د کانکور له ازموینې څخه پیل د ديپلوم تر اخیتسو پورې پکې ثبتیږي. همداراز یاد ریاست د ټولو مدارسو د چارو لوی ریاست لپاره د ډيټابیس ډيزاین او جوړول، او دې ورته نور انټرنیټي خدمتونه وړاندې کړي، چې د چارو په چټکتیا کې یې د پام وړ اسانتیاوې رامنځ ته کړي دي. 
د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د ازموینو ملي ادراې د (NExA) سیسټم، د افغانستان د ټولو پوهنتونونو لپاره د برېښنایي (انلاین) زده کړو (HELMS) سیسټم فعالول او ځينې نور مهم کارونه د راتلونکي کال په پلان کې لري.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS