د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ننګرهار ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ننګرهار پوهنتون د فوق لېسانس د ۷ برنامو بیاکتنه او ارزونه وکړه.

Akmal_admin
Tue, May 24 2022 4:38 AM
e

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ننګرهار ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ننګرهار پوهنتون د فوق لېسانس د ۷ برنامو بیاکتنه او ارزونه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ننګرهار پوهنتون ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، چې د یاد پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح یې ملتیا کوله، د ننګرهار پوهنتون د ماسترۍ او دوکتورا د ۷ برنامو( د فقهې او قانون، تفسير او حديث، قضا او څارنوالۍ، پښتو ژبې او ادب، ادارې او تجارت او عربي ژبې او ادب څانګو د ماسترۍ او د فقهې او قانون څانګې) د دوکتورا پروګرامونو د نصاب او کریکولم، علمي او تدریسي چارې له نږدې ولیدې او د یادو پروګرامونو د څارنې او ارزونې تر څنګ یې د هغو د لا زیات معیاري کولو په اړه مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

دغه راز ښاغلي خیرخواه د دې لیدنې پرمهال د تدریسي بهیر، درسي صنفونو، کتابتونونو، تحقیق او تېزس لیکنې مراحلو او نورو بېلابېلو برخو ارزونه هم وکړه.

همدارنګه علمي معین د یادې لیدنې پرمهال د ننګرهار پوهنتون د یادو پروګرامونو مسؤلینو، استادانو او محصلینو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او د مناسبو حل لارو پر پیدا کېدو د حل ډاډ یې ورکړ.

همدا رنګه نوموړي د یادو علمي برنامو شتون په هېوادنۍ کچه ستر فرصت وباله او زیاته یې کړه، چې د لا زیات معیاري کېدو، پراختیا او پیاوړتیا لپاره به یې هلې ځلې وکړي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS