د لوړو زده کړو وزارت د بیرون مرزي تحصیلي اسنادو د ارزونې او معادلت ریاست مسؤلان وایي، چې د بیرون مرزي

Akmal_admin
Sun, Jun 05 2022 11:36 AM
d

5/11/1443

15/3/1401

د لوړو زده کړو وزارت د بیرون مرزي تحصیلي اسنادو د ارزونې او معادلت ریاست مسؤلان وایي، چې د بیرون مرزي تحصیلي اسنادو د تطبیق په برخه کې پوره روڼتیا ته پام کېږي او ټول بیرون مرزي اسناد د یوه ځانګړي کمیسیون له لارې ارزول کېږي.

د بیرون مرزي تحصیلي اسنادو د ارزونې او معادلت ریاست د مسؤلانو په وینا د اسنادو د ارزونې کمیسیون غړي د څانګې، مسلک او کاري تجربې پر اساس ټاکل شوي او په اونۍ کې دوه ځلې د لاندې مواردو په پام کې نیولو سره، د تحصیلي اسنادو ارزونه کوي:

1. د محصل د قانوني ديپولوماتیکو پړاوونو د طی کولو له تکمیل څخه دقیقه ارزونه

2. د فارغ التحصیل د تحصیلي دوران د ویزې چک کول

3. له میزبان هېوادونو څخه د رسمي اېمېل له لارې د تحصیلي دورې د تکمیل د څرنګوالي په اړه د معلوماتو غوښتل

4. د اړوندو هېوادونو د تحصیلي بنسټونو د معیاري او معتبر والي په موخه د هغوی د ملي او یونسکو کتابونو ته مراجعه کول

5. د تحصیلي څانګې، د تحصیل د بڼې تکمیلوالي او نورو موضوعاتو لپاره د اړوند تحصیلي بنسټ وېبپانې او پورتالونو ته مراجعه کول

د نوموړي ریاست مسؤلان وایي، چې دغه ریاست په اوسط ډول په میاشت کې شاوخوا ۱۲۰ تحصیلي سندونه طی مراحل کړي او که چېرې له دې هم زیات شي، د طی مراحل لپاره یې تیاری لري.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS