د فاریاب پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !

ameen_admin
سبت, أبريل 20 2024 11:03 صباحا
نطتنسینتزطظتنزتنظط

Closing Date


فاریاب پوهنتون دویم، درېیم او څلورم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.

د ښوونې او روزنې پوهنځی؛
•     کیمیا ډيپارټمنټ (۱) بست. څلورم ځل لپاره. 

د انجنیري پوهنځی؛
•     کیمیاوی ټکنالوژۍ ډيپارټمنټ (۱) بست. دویم ځل لپاره.
•    مهندسي ډيپارټمنټ (۱) بست. درېیم ځل لپاره. 

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی؛
•      اداره او ډیپلوماسي ډيپارټمنټ (۱) بست. څلورم ځل لپاره. 

د اقتصاد پوهنځی؛
•     کمپیوټر او احصائیې ډيپارټمنټ (۱) بست. درېیم ځل لپاره. 

د بشري علومو او ادبیاتو پوهنځی؛
•    ژورنالیزم ډيپارټمنټ(۱) بست. درېیم ځل. 

داوطلبان کولای شي، چې د  ۱/۲/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر۱۵/۲/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.