د فاریاب پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
Closing Date
فاریاب پوهنتون دویم، درېیم او څلورم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د ښوونې او روزنې پوهنځی؛
• کیمیا ډيپارټمنټ (۱) بست. څلورم ځل لپاره.
د انجنیري پوهنځی؛
• کیمیاوی ټکنالوژۍ ډيپارټمنټ (۱) بست. دویم ځل لپاره.
• مهندسي ډيپارټمنټ (۱) بست. درېیم ځل لپاره.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی؛
• اداره او ډیپلوماسي ډيپارټمنټ (۱) بست. څلورم ځل لپاره.
د اقتصاد پوهنځی؛
• کمپیوټر او احصائیې ډيپارټمنټ (۱) بست. درېیم ځل لپاره.
د بشري علومو او ادبیاتو پوهنځی؛
• ژورنالیزم ډيپارټمنټ(۱) بست. درېیم ځل.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱/۲/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر۱۵/۲/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.