لیدلوری، ماموریت او موخې

لیدلوری

لیدلوری د سازمانونو  هغو ايډیالونو ته شاملیږي چې د څو کلنو برنامو په پای کې د لاسته راوړلو وړ وي. د دې لیدلوري جوړول باید د لوړو زده کړو وزارت د سپارښتنو، ارزښتونو، شالید، ظرفیت او چاپیریالي لاملونو پر بنسټ صورت ونیسي. د خدای (ج) په قدرت باندې تکیه کولو، د افغانستان شریف ملت د ارادې او د اساسي قانون د تحقق په لاره کې په ماهرانه توګه د برنامو جوړولو، د ملي آرمانونو او د لوړو زده کړو وزارت اساسي لومړیتوبونو په اساس به؛ د (۱۳۹۹) کال په اوږدو کې د لوړو زده کړو وزارت لیدلوری لاندې ځانګړتیاوې ولري:

 

 لوړو زده کړو وزارت په نظر کې لري چې د کار وړ بشري ځواک او نوې ټیکنالوژ‎ۍ څخه په ګټې اخیستنې سره، پر مختللی تحصیلي نظام، روڼه او خوځنده اداره، د ژمن، متخصص، کار پیدا او د علم په تولید کې پرمختللي بشري ځواک په روزنه کې بې ساري ځای ولري.

 

  1. د مؤثر، کار وړ، روڼ او ساده معلوماتي مدیریتي سیسټم درلودل؛
  2. د کړنلارې ارزونې معقول، دقیق، او روڼ سیسټم درلودل؛
  3. د اړتیاوو سره سم د اداري واحدونو پراختیا؛
  4. تکړه، ژمن، مؤمن او د نړیوالو پوهانو په انډول د متخصصو علمي کادرونو درلودل؛
  5. د ټولنې د وګړو اړوند د ټول عمر لپاره د زده کړه ییزو، څیړنیزو او فرهنګي فرصتونو په را منځته کولو کې وړتیا؛
  6. د علمي او څیړنیزو پروژو پر مټ د عایداتي او تولیدي سرچینو درلودل؛
  7. د هیواد د اړتیاوو سره سم د پرمختللي تحصیلي نصاب درلودل؛
  8. د هیواد د علم په پوهنیزو او دوامداره پراختیایي خدمتونو کې پرمختګ؛
  9. د سیمه ییزو او نړیوالو معیارونو په کچه د څار، ارزونې او د کیفیت لوړولو خپلواکې اداراې درلودل. 

 

رسالت

د یو سازمان وجودي فلسفې ته رسالت او دنده ویل کیږي. د لوړو زده کړو وزارت د رسالت بیانیه، له مهمو دندو څخه بحث کوي چې باید تر سره شي او د هغو په تر سره کولو کې ژمن دی. هر سازمان د یو شمیر اړتیاوو پوره کولو په موخه جوړیږي او موخه یې هم د شته اړتیاوو رفع کول وي. بناء پر دې باید له هر اقدام څخه د مخه په ګوته شي چې کومې اړتیاووې د لوړو زده کړو وزارت د جوړولو سبب شوې وې. دغه وزارت لاندې رسالتونه/ دندې تعقیبوي ترڅو د همغږې ادارې د ډیزاین کولو او رامینځته کولو او د مناسب میکانیزم د چمتو کولو له لارې خپلو موخو ته ورسیږي:

 

لوړو زده کړو وزارت د ژمن، متخصص، کار پیدا او د علم په تولید کي مخکښ بشري ځواک په ښوونه او روزنه ، له نویو زده کړه ییزو ټیکنالوژیو، روڼې ادارې، او خوځنده تحصیلي نظام څخه په ګټې اخیستنې سره؛ کوښښ کوي چې د سیمې هیوادونو په کچه د ټولنې د اړتیاوو ځواب ویونکی وي.

 

  1. د ژمن، متخصص، کار پیدا، خلاق او وطن دوسته بشري ځواک روزنه؛
  2. پوښتنو، د هیواد اړتیاوو او ستونزو ته د ځواب ویلو په موخه له نړیوالو فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې، په پوهنتونو، څیړنیزو مرکزونو، وګړو او سازمانونو کې د څیړنیز چورلیز او نوښتګر تفکر بنسټیز کول؛
  3. د ملي واک د زیاتوالي، د شتمنۍ تولید او د ټولنې عمومي هوساینې ډاډ ترلاسه کولو په موخه د عصري ټیکنالوژۍ رامینځته کول، لیږدول، جذبول، ځایي کول، خپرول او پلي کول؛
  4. د کورني او بهرني کار بازار اړتیاوو سره سم باکیفیته لوړو زده کړو ته د عادلانه او رقابتي لاسرسي چمتو کول؛
  5. د هدفمندو علمي څیړنو په لاره اچونه او د افغانستان اړتیاوو پوره کولو په موخه د مؤثرو څیړنیزو، علمي او تحصیلي خدمتونو چمتو کول؛
  6. د علمي او څیړنیزو پروژو پر بنسټ عایداتي او د شتمنیو د لاسته راوړلو سرچینې رامینځته کول؛
  7. د هیواد د اړتیاوو سره سم د پرمختللي نصاب بیا کتنه او پراختیا.
  8. د نړیوالو انډولونو په نظر کې نیولو سره د خپلواکه څارنې، ارزونې او اعتبار ورکولو ادارې رامینځته کول؛
  9. د هیواد د پوهنتونو او علمي مرکزونو علمي مجلو نړیوال انډیکس لپاره لازمې آسانتیاوې برابرول؛
  10. د علم تولید لپاره د څیړنیزو مرکزونو او لابراتوارونو جوړول؛
  11. په کورنیو او نړیوالو غونډو کې د مطالعې فرصتونو کارول، آسانتیاوې برابرول او ګډون کول؛
  12. د څیړنیزو لاسته راوړنو او تحصیلي پایلیکونو د ثبت ملي بنسټ جوړول؛
  13. د څیړنیزو لاسته راوړنو د ثبت د ملي بنست د جوړولو له لارې د پوهنتونو، علمي کادرونو، څیړونکو، کارکونکو او محصلانو د بشپړو څيړنیزو چارو څار، ارزونه او سمبالول؛
  14. د پوهنتونو د علمي کادر لپاره د څیړنیز ګرنټ سیسټم په لاره اچول؛
  15. د معتبر ساینټومیټریکس (Scientometrics) انډولونو پر بنسټ د پوهنتونو، علمي کادرونو او څیړونکو درجه بندي را منځته کول؛
  16. محصلانو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو ښه والی.

 

موخې

د ستراتیژیکو برنامو لویې موخې د رسالت، لیدلوري او ارزښتونو په اساس ټاکل کیږي. لوړو زده کړو وزارت د ټولنې د واقعي بشپړوالي او پرمختګ لپاره د پوهې او ارزښت د یوځای کولو اړتیا ته په کتو او دا چې انسان د دوامداره پراختیا او ودې په زړه کې، لکه څنګه چې د پراختیا مرکز هم دی، د پراختیا موخه او د پراختیا د مهمو لاملونو په منزله هم دی. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د ټولنو په پراختیایي پروسه کې د تعلیم او علمي تولید په رول باندې قوي باور لري او د خپل رسالت، لیدلوري او ځانګړو ارزښتونو پراساس خپلې لویې او لومړنۍ موخې په لاندې وضاحت سره تعقیبوي:

  1. د څیړنې د پروسې پراختیا او بیاکتنه؛
  2. د زده کړو ښه والی او د تحصیلي نصاب بیا کتنه؛
  3. د ظرفیت لوړولو برنامو پیاوړي کول؛
  4. د HEMIS پلي کول او د اداري فساد ریفورم او محوه کول؛
  5. د تقنیني اسنادو بیا کتنه؛
  6. د محصلینو د هوساینې پروسې بیاکتنه؛
  7. د جوړښتونو او پروسو ښه والی او بیا کتنه.
  8. د عوایدو د مرکزونو جوړول؛
  9. د کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د همکارۍ پراختیا؛
  10. د علمي مرکزونو د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې خپلواکه ادارې جوړول.

 

 

 

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۵:۴۱
Background image

اطلاعیه

اطلاعیه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۵:۳۷
Background image

اطلاعیه

اطلاعیه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۷:۳۷
Background image

د فراغت د تحصیلي اسنادو د قیمت په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا


لکه څرنګه چې ګران محصلین په جریان کې دي، په دې وروستیو کې د فراغت د تحصیلي اسنادو (ډیپلوم او ټرانسکرپټ) اوراق په معیاري او مصئونه توکه د هېواد په داخل کې ترتیب شوي او د فراغت د تحصیلي . . .

Back to announcements