د ننگرهار پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا!

nasir_admin
أربعاء, أغسطس 21 2024 1:08 مساء
Gfcfr44455

Closing Date

 

ننگرهار پوهنتون د دوهم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتور، ماستر او لیسانس (DVM) په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.

د وترنري علومو پوهنځی؛

• د حیواني تولیدات دیپارټمنټ (۱) بست. 

• د کلینیک دیپارټمنټ (۱) بست. 

داوطلبان کولای شي، چې د ۳۱/۵/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۱۳/۶/۱۴۰۳هـ.ش نېټې پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویب پاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړوند پوهنتون ته وسپاري.