لوړو زده کړو وزارت په ۱۳۹۸ کال کې د خپلو ترسره کړو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور ملت ته د دولت د حساب ورکولو په برنامه کې د رسنيو په وړاندې تشریح کړ

په دغه کنفرانس کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په داسې حال کې چې ددغه وزارت معينانو او رئیسانو هم حضور درلود، د لوړو زده کړو وزارت لاسته راوړنې، مسؤولیتونه او کاري فعالیتونه په دریو محورونو د متخصصو کادرونو روزنه، د علم تولید او د علمي او اکاډمیکو خدمتونو وړاندې کولو په بڼه تشریح کړل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل: لوړو زده کړو وزارت له (۲۰۰۲) کال څخه تر دې دمه د کميت په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې چې کولای شو له (۶) دولتي تحصیلي بنسټونو څخه ۳۸ دولتي او (۱۳۱) خصوصي بنسټونو ته د دوی د شمېر زیاتوالي یادونه وکړو.
نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال لوړو زده کړو وزارت په ځینو پروګرامونو کار کوي ترڅو د هېواد د تحصيلي بنسټونو کیفیت ته وده ورکړي.
پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د تحصیلي نصابونو له نوي کولو یادونه وکړه او ويې ویل: د ټولو (۱۶۵) تحصیلي څانګو له نصابونو څخه د هغوی په (۵۰) سلنه کار پیل شوی او د (۴۲) څانګو نصاب په بشپړ ډول نوی شوی چې د (۱۳۹۹) کال تر پایه به ټول نصابونه په منظم ډول نوي او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.
نوموړي د لوړو زده کړو وزارت تقنیني اسنادو او تشکیلاتو د بیاکتنې په اړه وویل چې د لوړو زده کړو په قانون کې د لازمو تعدیلاتو په شمول، د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو، د استادانو معاشونو، فوق لېسانس او شپنو زده کړو مقررې، د خصوصي بنسټونو د کانکور اخیستنې طرزالعمل، د (۵۲) طرزالعملونو او لوایحو انکشاف، د علمي کادر غړو د تقرر پروسې پر معیاري کولو، د نویو ریاستونو پر رامنځته کولو او د اوبو او استوګنیز چاپیریال مرکز په جوړولو کارونه ترسره شوي دي.
په نړیوالو ژورنالونو د کار پیل، د علمي کادر غړو دوه سوه مقالو نشریدل، د استادانو لپاره د (۱۸۰) څیړنیزو پروژو وړاندې کول، د (۹۷) زره قطعه ډيپلومونو چاپول، د ټوکیو په ۲۰۱۱ کنوانسیون کې د افغانستان غړیتوب ترلاسه کول، د هیواد په پوهنتونو کې د الیکټرونیکي زده کړو رواجول، د استادانو د ظرفیت لوړولو مرکزونو جوړول، د ماسټري شپږو ګډو پروګرامونو د جوړولو په برخه کې د هند له هیواد سره د هوکړه لیک امضاء کول، د ماسټري او دوکتورا په برخه کې د هیواد دننه او بهر د علمي کادر غړو لپاره د تحصیل د ادامې زمینه برابرول او د ازبکي ژبې د زده کړې په برخه کې ازبکستان هیواد ته د (۱۰۰) تنو استادانو لیږل، د (۸۵) سلنه پراختیایې بودیجې او (۹۹) سلنه عادي بودیجې لګول او پوهنتونو ته د بودیجې ویشل د شاخصونو په اساس، په ورځنیو برنامو کې په ۳۸ بنسټونو کې د (۲۶) پوهنځیو جوړول چې د (۵۴) ډیپارټمنټونو درلودونکي دي او په شپنیو برنامو کې د ښوونځيو د ښوونکو د ارتقاء لپاره د (۳۶) نویو څانګو جوړول، له نړیوالو پوهنتونو سره د (۱۰۶) تفاهمنامو مراحل طی کول، د پوهنتونو (۹۵) سلنه له انټرنیټ سره وصلول او د هیواد له تحصیلي بنسټونو څخه په دوامداره توګه نظارت تر سره کول ددې وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري واورول شول.
وروسته بیا د لوړو زده کړو مالي او اداري مرستیال دوکتور احمد سیر مهجور له اداري فساد سره د جدې مبارزې، د بودیجې د معقول لګښت، د ښځينه قشر د ظرفیت د ارتقاء، هغوی ته د کاري زمینې برابرولو او د زیر بناوو د پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د یادولو وړ ده چې د جمهوري ریاست د حکم په اساس، ملت ته د دولت ځواب ورکونې پروګرام د (۱۳۹۸) مالي کال له فعالیتونو څخه د یوې میاشتې لپاره د (۱۳۹۸) کال د کب میاشتې له اولې نیټې د (۱۳۹۹) کال وري میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې تر سره کیږي چې ټولې دولتي ادارې له مهالویش سره سم د (۱۳۹۸) مالي کال د فعالیتونو په اړه، د رسنیو له لارې ملت ته معلومات وړاندې کوي او د رسنیو پوښتنو ته ځواب وړاندې کوي.