د پوهنتونو لابراتوارونو فعالولو لپاره د ۲۷۰ میلیونو افغانیو په ارزښت لابراتواري وسایل وپېرل شول

naser_admin
أحد, يناير 19 2025 9:02 صباحا
684654531

لوړو زده کړو وزارت د یو بې ساري ګام په ترڅ کې د ټولو اړوندو امارتي تحصیلي نهادونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځيو لپاره مجهز او په عصري وسایلو سمبال لابراتوارونو فعالولو په موخه، د لومړي ځل لپاره د (۲۷۰ ) میلیونو افغانیو په ارزښت لابراتواري وسایل وپېرل.

د یاد وزارت د مسؤلینو په وینا په دغه لابراتواري وسایلو کې لوی او کوچني ماشینونه او د تجروبو لپاره کیمیاوي مواد شامل دي، چې ډېر ژر به تحصیلي نهادونو ته د استفادې په پار ولېږل شي، چې ورسره به په هر امارتي پوهنتون کې د محصلینو د عملي زده کړو لپاره مجهز لابراتوارونه فعال شي.

لوړو زده کړو وزارت په همدې موخه څه موده وړاندې د ټولو امارتي تحصیلي نهادونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځيو د لابراتوارونو جوړېدو او تجهیز په موخه، د وزارت په مرکز کې د اړتياوو مشخص کېدو لپاره اووه ورځنۍ ناسته کړې وه، څو د یادو پوهنځيو د اړتیا وړ لابراتواري مواد په دقیق ډول معلوم او لابراتوارونه فعال کړي، چې وروسته د الله تعالى په مرسته دا وسایل خریداري شول.

د یادونې وړ ده چې لوړو زده کړو وزارت د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته د تحصیلي نهادونو د لابراتوارونو تجهیز ته ځانګړې پاملرنه کړې او د محصلینو عملي چارو لپاره یې د اړتیا سره سم اسانتیاوې برابرې کړي دي.

نېټه: یکشنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د رجب المرجب ۱۸مه
۱۴۰۳ هـ.ش د جدي ۳۰مه
۲۰۲۵ م د جنوري ۱۹مه

Latest news

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS